افغانستان

غزني: ګډو ځواکونو څلور ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په ملکي وګړو د ګډو ځواکونو له لوري د شپنيزو عملياتو او چاپو په دوام دا ځل بيا په غزني ولايت کې ګډو ځواکونو څلور ملکي وګړي وژلي دي.

راپورونه وايي چې د غزني ولايت ګيرو ولسوالۍ اړوند عبدالاحد کلي کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې ووهلې او ياد کسان يې ووژل‌.

په چاپه کې د ملکي وګړو د کورونو دروازې هم په بمونو الوزول شوي دي او داوسېدو خونې يې نړېدلي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو د سعد ملوک، غلام قادر، ولي خان او ولي محمد په نامه څلور تنه ملکي وګړي په خپلو کورونو کې وژلي دي.

دوی وايي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود.

د غزني ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې په ملکي وګړو د ګډو ځواکونو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

که څه هم د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په مرګ ژوبله، طالبانو او نورو سياسي څېرو وخت په وخت غبرګون ښودلی او د ملکي تلفاتو د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده خو تر اوسه پورې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره هيڅ ګام نه دی پورته شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close