افغانستان

چارواکي: جوزجان کې طالبانو څوارلس امنیتي سرتېري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د جوزجان ولایت چارواکي وایي، طالبانو ددې ولایت په فیض اباد ولسوالۍکې د امنیتي ځواکونو په یوه مرکز برید کړی او نوولس تنه امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د جوزجان ولایت د والي ویاند «عبدالمعروف اذر» وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د فیض اباد ولسوالۍ په حیدراباد نومي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې څوارلس تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، د وژل شویو سرتېرو له ډلې یو تن د پولیسو غړی او پاتې یې د ملي امنیت ځواکونه وو.

د اذر په قول، د امنیتي ځواکونو له ډلې دوه تنه ژوندي ورک دي، چې تر دې دمه یې د مرګ او ژوند په اړه هیڅ مالومات نشته.

بل لور ته د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» وايي، چې د فیض اباد ولسوالۍ د تېرې شپې په برید کې یې پنځلس امنیتي ځواکونه وژلي او ګڼه وسله یې لاس ته ورغلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x