
طالبان: د اوربند تصمیم نشته، د جګړې په کمولو مشورې روانې دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): داسې مهال، چې د هیواد دننه او بهر ګڼ شمېر رسنۍ د طالبانو له لوري د لس ورځني یا هفته ییز اوربند خبرونه خپروي، طالبان وایي، تر دې دمه یې د اوربند په اړه کوم تصمیم نه دی نیولی؛ بلکې د جګړې د کمښت په تړاو یې مشورې روانې کړي.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ځیني رسنۍ تورنې شوې، چې د اوربند او په همدې تړاو دطالب مشرانو تر منځ د اختلاف بې اساسه راپورونه نشروي خو ددوی په خبره، ولس باید په دې ډول «افواهاتو» باور ونکړي.
خبرپاڼه وړاندې لیکي « واقعیت دادی چې اسلامي امارت د اوربند کوم تصمیم نه لري، امریکایانو د جګړې د هجم او د عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې، چې د اسلامي امارت په جهت کې په همدې مشخصه مسئله مشورې روانې دي.»
د خبرپاڼې په بنسټ، د طالبانو په صف کې د اوربند په تړاو هيڅ اختلاف نشته او نه هم په دې تړاو مشرتابه وروستۍ پرېکړه کړې.
د طالبانو په خبره، ځیني استخباراتي کړۍ غواړي د رسنیو په مټ د سولې پروسه سبوتاژ کړي« ځينې مغرضې استخباراتي کړۍ د رسنیو په مټ هڅه کوي چې روانه مذاکراتي پروسه د تشویشونو، بې ځایه خوشباوریو او کاذبو معلوماتو خپرولو په مټ سبوتاژ کړي. اسلامي امارت به په سیاسي او نظامي دواړو برخوکې د اسلامي شریعت په رڼا کې د هیواد د علیا ګټو او جهادي آرمانونو د تحقق په نظر کې نیولو سره لازم او مناسب ګامونه پورته کوي. ان شاءالله.»
د اوربند په تړاو د پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت https://t.co/HSly4Kp8Pu pic.twitter.com/QybMIYWsXv
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) December 30, 2019
طالبان داسې مهال د اوربند په تړاو خپاره شوي راپورونه ردوي، چې په تېرو څو ورځو کې ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې ښودله یې، طالبان په لس ورځني یا هم اوونیز اوربند سلا شوي.
اولس وایی خدای مو خوار کره لکه خوار او ذلیل چی یاست. ولی سره وژنی و ظالمانو تاسو هر زل ۳۰ ، ۴۰ عسکر وژنی هغوی بیا هره ورز حد اقل ۳۰ ، ۴۰ طالبان وژنی، ملت خو هسی ستاسو په ظلمونو کی غرق دی. اخر هم بیله جوری او روغی بله لار نشته نو ولی سره وژنی؟ ######
د زمری يو ږغ د ګيدړو او چغالانو ستونی ور وچ کړی .
که همداسی اوسی چی ياست تل تر تله به بريالی ياست ان شاءالله تعالی .
جمیله: ته هم لکه چی د زمری ځو یی؟ خوسی ولی خلک جنګ ته تشویق کوې. ممکن خپله به په یو آرام ځای کی ناست یی او لیکنی به کوې. لږ له خدایه وډار شی الله پاک قران فرمایلی چی کچیری دښمن مو سولی ته تمایل پیدا کړی تاسی هم ورسره سوله وکړی. ولی د الله پاک بی امری کوی؟
حمیل ته: دا زمریانو ولی خپل کورونه پریښی چی پنجاب کی وسیږی زمریان خو هغه دی چی خپله خاورې څخه دفاع کوی او خپلو کورونو اوسیږی. تښتیدلو ته خلکو زمری نه### وایی.
طالب ملامت نه دى طالب هغه څه کوى چې کوم ته روزل سويدي. طالب صرف په جګړه اعتبار لرى او هغه کوى د ددوى نور څه نه زده.
زه نه پوهیږم ، دا ځینی هسی رباطیان خبری کوی او لیکی دوی له حق ویلو اوریدلو او منلو ړانده ، کاڼه او ګونګیان دی کشکی د دوی په شخصی تاټوبی د دغه برخه لیک سره مخ شی بیا به کله هم دوی داسی بی مسؤولیته خبری ونه لیکی یواځی طالب مجاهدین دی چه زمونږ او ستاسی خاوره ، خلک ، خبلواکی ، ناموس او مقدساتو څارنه او ساتنه کوی. هو، اشغالګرو یو شمیر بی ضمیره او بی غیرتو ته د حکومت په نوم غلامه اداره جوړه او یو شمیر بی سواده او غریبان یی ورله عسکر جوړ کړل چه… نور لوستل »
دلته می طالب خخه جنگی او سر ناخلاصه طالب هدف دی هغه طالب چی دبل لپاره خپل اولس وژنی او وطن خرابوی. دا راته ووایه چی طالب خپل منطقه کی سه کری؟ تول اولس یی تر تسلط لاندی زایونوکی تر سخت دیکتاتوری لاندی وی مکتب نشته، پوهنتون نشته، شه سرک نشته شفاخانه نشته، د طالب منطقه د هدیری په شان وی بس پنج کتاب او ایساغوجی تدریس ته یی زور ورکری. تاسو تر ننه د طالب په ساحه کی یو انجینر، یو داکتر یو حقوقپوه او داسی نور فارغ لیدلی؟ تول ملت مو اوس پیژنی چی تاسو د پردو په… نور لوستل »
مجاهد وروره السلام عليکم ورحمته الله و برکاته کله چی رسول د خدای محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم کفاروته وعظ کاوه او هغو به نه منی نو رسول الله(ص) به خواشينی او مائيوسه سو ، الله تعالی(ج) ورته وويل چی مه خواشينی کيږه ته خو هغه يی چی دوی به امين بللی او ډير پر ګران وی د دوی دښمنی زما سره ده نه ستا سره پديچی ته اوس لا اله الا الله وايی . نو د دی رباطيانو دښمنی د ملا ، طالب ، مجاهد ، ستا او زما سره نده دوی شيطان لعين غولولی دی د خپل… نور لوستل »
جمیل صاحب ! ډیره مننه، دلته که څه لیکم کوچنی به معلومیږی زما مستقیمی تبصره ته مراجعه وکړه مننه
جمیله! په یو ایات مبارک یا حدیث شریف دا ثابته کره چی په مسجد کی یا عام واده کی زانمرگی کول روا دی؟؟ خو ته یی روا بولی. نو ته راته ووایه چی دشیطان او طاهر اشرفی پرلکی سوک سپور دی؟
له دښمن سره سوله نکول کله چی دښمن سوله غواړی آیا دا د قران سره په مغایرت کی خبره نده؟
الله پاک وایی: وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلۡمِ فَٱجۡنَحۡ لَهَا وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ٦١ انفال سورت. پښتو ترجمه: او كه دوى (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى.
چی بیا سوله نکوی مه یی کوی خو د الله پاک غضب ته هم ټینګ شی.
امریکایانو د جګړی د حجم او کمښت غوشتنه کړی (حجم هم په هجم لیکل شوی) چی طالبان پری مشوری کوی، ملت چیغی وهی چی سوله، سوله خو څوک یی آواز نه اوری. داسی ښکاری چی طالبان به له کافرو سره سوله وکړی خو د پخوا په شان طالبان مؤظف دی چی تر څو کولی شی افغان ولس ووژنی او هر څه یی تالا او تباه کړی.
جمیل صاحب! او ټولومسلمانو او مجاهدو ورونو سلامونه! د بشری ژوند له اوله انسانان په دری برخو ویشل کیږی [ مسلمانان، منافقین او کفار ] مسلمانان او کفار خو یو د بل سره مخالف قطب کی قرار لری مګر منافقین د زیاتو مادی لاسته راوړنو دپاره مسلمانانو ته ځانونه مسلمانان او کفارو ته ځانونه مسلمانان ورپیژنی. په همدی پاڼه کی یی مونږ ګورو د دی اړه نشته چه مونږ د هر یوه نوم جلا جلا یاد کړو الله ج دی ورته د ښه سړیتوب او ښی مسلمانۍ لارښودنه وکړی همدومره بسنه کوی. مونږ ټول له اوله د الهی ازموینی لاندی… نور لوستل »
چی اوربند نشته نو الله مو ټول پکی تباه کړه. انشاءالله که آرامی راغله د ملا، طالب او د کابل د حکومت د عسکرو ډیری خویندی او میندی کوندی شوی چی د ټولو مجردانو چاره به پری وشی.