افغانستان

ازبکستان د افغانستان سولې بهير بريا ته خوشبيني ښودلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): ازبکستان د افغانستان سولې روان بهير بريا ته خوشبيني ښودلې ده.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف په پلازمېنې تاشکند کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، هېواد يې د افغانستان سولې تړون ته خوشبينه دی او هيله لري، چې دا ځل به د افغانستان سولې روان بهير په بريا سره پای ته ورسيږي.

ښاغلي کاملوف ويلي، دوی له خپلې ژمنې سره سم د افغانستان سولې بهير کې هر اړخيزې مرستې او همکارۍ ته چمتو دي او په دې اړه له ښکېلو غاړو سره په اړيکه کې دي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې هېواد يې د افغانستان تلپاتې سولې او ثبات لپاره هڅې کوي او هيله يې ښکاره کړې، چې دا ځل به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

ازبکستان د افغانستان سولې په تړاو د سيمې مهم هېواد بلل کيږي او د کابل حکومت سربېره له طالبانو سره هم ښې اړيکې لري.

د روان ۲۰۱۹ کال په مارچ مياشت کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير د طالبانو د سياسي مرستيال او قطر دفتر مشر ملا برادر اخوند ليدو لپاره دوحې ته تللی و او د ملا برادر په مشرۍ د سياسي دفتر پلاوي هم په اګسټ مياشت کې ازبکستان ته رسمی سفر کړی و.

ازبکستان ته د طالبانو د سياسي پلاوي د سفر پر مهال ازبک چارواکو د افغانستان سولې او اقتصادي پروګرامونو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x