نړۍ

ایران: پر شيعه ملېشو د امريکا برید ښکاره ترهګري ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): ایران د امريکا له لوري پر شيعه ملېشو د تېرې ورځې برید په سختو ټکو غندلی او دا يې ښکاره ترهګري بللې ده.

تېره ورځ د امريکا دفاع وزارت ويلي و، چې په عراق او سوريې کې يې د ایران پلوو ملېشو مرکزونه په نښه کړي، چې پر مهال يې لږ تر لږه ۲۵ شيعه وسله وال وژل شوي او پنځوس نور ټپيان شوي وو.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي دا برید غندلی او له امريکا يې غوښتي، چې د عراق د خپلواکۍ درناوی وکړي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې له لاسوهنې ډډ وکړي.

عباس موسوي زياته کړې، امريکا هغه شيعه ملېشې په نښه کړي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د داعش ډلې پر خلاف جنګېدې او داعش جګړه مارانو ته يې بې ساري زيان رسولی دی.

د عباس موسوي په وينا د امريکا له دې بریده ښکاري، چې امريکا د ترهګرۍ مخالفه نه ده، بلکې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د نورو هېوادونو د خپلواکۍ او ځمکني بشپړتيا هېڅ خيال نه ساتي.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» وايي، د حزب الله ډلې پر مرکز يې دا حمله د هغه برید په ځواب کې کړې، چې وړمه ورځ د عراق په کرکوک سيمه کې د حزب الله ملېشو په توغنديز برید يو امريکايي قراردادي وژل شوی او ګڼ نور امريکايي او عراقي عسکر په کې ټپيان شوي وو.

د پنټاګون وياند جوناتهن هوفمن په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، دا ځوابي بریدونه يې د حزب الله ډلې د حملو په ځواب کې کړي دي.

نوموړي زياته کړې، چې په دغو بریدونو کې د حزب الله ډلې پنځه مرکزونه په نښه شوي، چې درې يې په عراق او دوه يې په سوريه کې دي.

هوفمن خبرداری ورکړی، که د ایران او روسيې په ملاتړ جنګېدونکې حزب الله ډلې ملېشې د امريکا له دفاعي بریدونو خپل ځان خوندي کول غواړي، نو پر امريکايي او ايتلافي عسکرو دې له بریدونو ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

مه کوه په چا چی وبه سی په تا .
د کفارو سره د دوستی عاقبت همداسی وی .
نه می هيريږی چی د ايران د وخت جمهور رئيس رفسنجانی او د استخباراتو مشر يی دواړو وويل چی بيله زمونږ د مرستی امريکا نسوای کولای چی افغانستان اشغال کړی .
خو ريښتنی افغانان به هيڅکله داسی خيانت د خپلو همسايګانو سره ونکړی لکه زمونږ ټولو همسايګانو چی زمونږ سره وکړ .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x