دیني، سیرت او تاریخ

حق په رحم باطل په ظلم وپیژنئ…!

ثناءالله معصوم

اسلام د نور او د مینې هغه سپینه رڼا ده چې د درست عالَم لپاره یې روښانه مسیر ټاکلی ده.

د اسلام د مشال له بلیدلو ورسته د ژوند په ستړي او لالهانده مزل کې اوس څوک د ورکیدلو احساس نشي کولی.

د اسلام مبارک دین له نن نه څورلس سوه یو څلویښت کاله مخکې د مکې معظمې په خاورینه غیږ کې هغه وخت راڅرګند شو، چې نړۍ د تور تم غیږه کې پرته وه.
ظلم، وحشت، او د فحشا څپو د نړۍ سکون له ځان سره اخیستی وو.

دغه د نور ډیوه د تور طوفان په غیږه کې بله او نور یې په تدریج سره په ټوله نړۍ کې خپور شو.

د وخت متکبرینو یې د په وړاندې د شګو بندونه تړل خو نه یوازې دا چې د حق چیغه خاموشه کړي، بلکې د دوی فاسدې چهرې هم ورسره د نړۍ له مخې د تل لپاره ورکې شوې.

خو د حق او د باطل مقابله له ادمه تر دې دمه سړه نشوه تل د حق پالو تورې د باطل په سرونو څرخیږي.

حق تل بریمن او باطل تل د خسران څپو ورسره اخیستی وي.

خو کله وخت داسې راشي په خلکو د باطل او حق توپیر لږ سخت شي، وجهې یې دا وي، چې باطل د حق په جامه کې خپل پلیت انځور نغاړلی وي، هدف یې هم همدا وي چې انسانان د حق له داعیې څخه زړه توري کړي.

خو کله وخت داسې وشي، یو څوک یې د خپلې کمزورتیا له امله په نصوصو د باطل بطلان نشې ثابتولی، د هغه لپاره علماؤ یو ډیر ښه اصل جوړ کړی ده،

علماء فرمایي: باطل په ظلم وپیژنئ..!

کله هم که د باطل تفکیک له حق څخه درته سخت شو، په اعمالو یې نظر وکړه.

علماؤ چې کوم اصل جوړ کړی دا یې د رسول اللهﷺ له مبارکې زندګي، بیا د اصحابو له ژونده بیا یې زمونږ د اسلافو د پاک ژوند څخه راخیستی دی.

د باطل ظلم او د حق د ترحم څو بیلګې د طائف له سفره پیلوو.

حضرت رسول اقدسﷺ کله چې طائف ته سفر وکړ نیت اراده یې د طائف اهلو ته د اسلام دعوت کول ول،
هغوی نه یوازې دا چې د اسلام په دین مشرف شي رسول الله ﷺ ته یې ډیر تکلیف ورساؤ.

رسول اللهﷺ د طائف له سفر نه په داسې وخت کې راستون شو، چې بدن مبارک یې په سرو وینو لړلی ؤ.
لاره کې ورته جبریل امین ودرید “یارسول اللهﷺ..!” ماسره څنګ ته ملایکه د غرونو واکداره ولاړه ده، هغه پرې سلام کوي “سلام دې وي د اللهﷻپه محبوب رسول..!، امر راته وکړه؛ چې د طائف د طرفونو غرونه راپورته کړم او د طائف په خلکو یې راوغرځوم،
خو محبوبﷺ ورته فرمایي نااا…!!

د دوی په آینده نسل کې به داسې خلک راشي چې د اسلام په دین به مشرف شي.

له نبي کریمﷺ سره د مکې د قریشو هغه له درده ډکې قیصې چې قلموال یې د لیک تاب نشي راوړی.

بلآخره رسول اللهﷺ په داسې وخت کې له مکې معظمې ووت چې توره شپه وه یوازې یو تن ملګری ورسره ؤ.

کله چې د حضرت علي رضي الله عنه له کوره ووتل او د غار ثور په طرف روان شول دغه الفاظ یې وویل “ما أطيبَكِ مِن بلدةٍ وأحَبَّك إليَّ ولولا أنَّ قومي أخرَجوني منكِ ما سكَنْتُ غيرَكِ”

دا د درد الفاظ یې د انتهائي مظلومیت په حال کې وویل.

خو بیا هغه وخت هم راغی کله چې فاتح لښکر د مکې معظمې په حدودو ورداخل شو، ابوسفیان هغه وخت کې لا د قریشو سردار بلل کیده، او د رسول الله ﷺ سره له سختو ټکرونو ورسته د حق د لښکر په لاس اسیر ؤ،
حضرت سعد بن عبادة رضي الله عنه غږ وکړ، هدف یې د ابوسفیان اوریدل ول ” اليوم يوم الملحمه اليوم تستحل الحرمة اليوم أذل الله قريشاً“
ژباړه: نن ورځ ورځ د سخت جنګ ده، نن ورځ حلال ده حرمت د مکې، نن ورځ د قریشو د ذلت ورځ ده،
ابوسفیان شکایت وکړ یا محمدﷺ تاته د خپل قوم په وژلو امر شوی؟

دلته د حق څریکه او د ترحم انتها ته ګورئ!!

رسول اللهﷺ ورته فرمایي: الیوم یوم المرحمة، الیوم أعزالله قریشاً”

ژباړه: نن ورځ ورځ دې رحم ده نن ورځ اللهﷻ عزت ورکړ قریشو ته.

دا هغه قریش ول چې رسول الله ﷺ یې له خپل کلي او ښاره ویستلی ؤ، دا هغه قریش ول چې د رسول اللهﷺ سره د دښمني له وجهې یې د ده مبارک له کورنۍ سره هر قسم تعلق بند کړی ؤ دوی یې په شعب ابي طالب کې دمحاصرې په حال کې ساتلي وو، آن تر دې چې دوی به له لوږې د ونو پاڼې خوړلې، خو هغه قریش نن د رسول اللهﷺ په لاس کې ول د دې په ځای چې انتقام ورنه واخلي څه یې ورته وفرمایل: «اذهبوا فأنتم الطلقاء” ولاړ شئ تاسو ازاد یاست.

دا د رحم هغه انتهاء ده چې بیلګې یې مونږ د هر پیړۍ د حق د لښکر په صفونو کې موندلی شو.

که دتاریخ په باب کې تر دې پیړۍ پورې رازو لیکنه به مو د لیک او لوست له توانه ووځي.

خو نن هم مونږ د حق او باطل لښکرې له نصوصو څخه غیر د رحم او ظلم په توپیر سره بیلولی شو.

کلونه کلونه یې په یو سنګر کې سره جګړه وکړه څو لحضې مخکې سره په جګړه ول، خو کله یې چې د جګړې په ډګر کې ونیسي د اسلامي اوامرو په اساس داسې چلند ورسره وکړي، چې دښمن یې په خپله اعتراف وکړي چې دا دحق ټولی ده.

خو بل طرف بیا د انسانیت له حدودو دومره وړاندې ځي چې په ظلم یې درست انسانیت شرمیږي، دوی نه یوازې دا چې د اسیر یا غیر اسیر حقوق وپيژني بلکې دعام ولس سره داسې چلند کوي چې په هیڅ قانون کې یې د جواز اجازه نشته.

په بمونو کینول، په اور سیزل، او داسې ډیر یې داسې شرمیدونکي اعمال دي چې انسانیت یې بدنام کړ.

د حق ټولی له هیچا څخه پټ نه پاتې کیږي،
د حق د ټولي اعمال کړه وړه ټول د انسانیت په حدودو ځکه برابر وي چې دوی شریعت ته وفاداره وي،
سره له دومره دلایلو د حق له لښکره سترګې اړول به له لمره سترګې اړول وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x