افغانستان

اسوشيټېډ پريس: د زرګونو طالب بنديانو خلاصون د سولې خبرو مهمه برخه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): اسوشيټيډ پريس خبري اژانس په خپل ننني راپور کې ويلي، د امريکا او طالبانو هوکړه ښايي په هېواد کې د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لامل شي او زرګونه طالب بنديان هم د سولې دغه تړون ته سترګې پر لاره دي.

په راپور کې راغلي، د شاوخوا پنځو زرو طالب بنديانو خلاصون د دې هوکړې مهمه برخه ده.

اسوشيټيډ پريس د يوه لوړپوړي طالب مشر په حواله ليکلي، چې د پنځو زرو بنديانو لېست امريکا ته سپارل شوی او د هوکړې سره سم به دغه بنديان د افغانستان له زندانونو خوشې کيږي.

اسوشيټېډ پريس ليکلي، په څرخي پله زندان کې يې له لسو زياتو طالب بنديانو سره خبرې کړي دي.

دغو زندانيانو اسوشيټيډ پريس ته ويلي، چې دوی لا هم په هېواد کې د اسلامي نظام غوښتونکي دي، خو په عين حال کې يې زیاته کړې، چې د ښځو پر خلاف د هېڅ ډول تاوتريخوالي پلوي نه کوي او نه هم د ښځو له زده کړو مخالف دي.

اسوشيټېډ پريس خبري اژانس دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لس پړاوه نهايي شوي او دواړه لوري له خپلو مشرانو سره په وروستيو سلامشورو بوخت دي.

د امريکا او طالبانو سربېره ډېری افغانان او د سيمې هېوادونه هيله من دي، چې د سولې تړون به د افغانستان جګړې د پای ته رسولو او تلپاتې ثبات لامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x