
ولسي جرګې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تایید کړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې غړو د رایو په اکثریت سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تشکیل طرحه تصویب کړ.
د ولسي جرګې غړو د نن ورځې په عمومي مجلس کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ومانه او د رایو په اکثریت سره یې د یاد وزارت تشکیلات تایید کړل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت څو میاشتې وړاندې د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» له لوري د افغان سولې اړوند چارو د پرمخ بوولو لپاره رامنځته کړ او «سلام رحیمي» یې د یاد وزارت سرپرست په توګه وټاکه.
هماغه مهال ځینو وکیلانو د یاد وزارت رامنځته کېدل د اساسي قانون خلاف بللي وو.
یاده دې وي، چې د سولې په چارو کې د دولت وزات تر تشکیل وړاندې د سولې اړوند چارې په عمومي ډول د سولې د عالي شورا له لوري پر مخ وړل کېدې؛ خو اوس دا څرګنده نه ده، چې ددې وزارت په جوړېدو به د سولې عالي شورا برخلیک څه وي.
په اشغال او مستعمره هیواد غلامی اداره د هغه استعمار د استعماری ګټو او کړنو د اداره کولو د پاره جوړه شوی یو کله چه غلامه اداره غلامه وی نو د مشرانو ، کشرانو جرګی ، وزارتونه . ولایتونه ، اردو ، پولیس ، ملیشی، وکیلان او داسی نور لوړ پوړی چارواکی تول غلامان دی . غلامان هوییت او حیثیت ځکه نه لری چه [[ هغه څه کوی او هغه څه وایی چه د څه ویلو او کولو اجازه او قومانده ورکول شوی وی ]] نو د مشرانو حرکی همدغه چه د سولی وزارت یی څو میاشتی دمخه رد او… نور لوستل »