شعـــــرونه

غزل؛ امدادالله حقمل

امدادالله حقمل

جنګ دی نا امني ده انقلاب دی سړی څه وکړي
سرې وینې روانې دي سیلاب دی سړی څه وکړي

دا چې په تصویر کې درته ښکاري دا تنکی زلمی
نن د ډرون لمبې باندې کباب دی سړی څه وکړي

څومره یې چې لؤلې بس یوازې ده د درد کیسه
دغه مې اشنا د ژوند کتاب دی سړی څه وکړي

ها بهار ګلشن بیا د خزان سیلۍ وهلی دی
سور پۀ وینو رنګ تنکی ګلاب دی سړی څه وکړي

دلته جـوماتونه په سرو وینو لړل شوي دي
اخ ملا شهید دی ړنګ محراب دی سړی څه وکړي

څو زلمي تر داره وړي او څو بیا پۀ بمو وژني
دلته حاکم داسې یو قصاب دی سړی څه وکړي

مینه خو جنون دی، د یار غم به خامخا زغمې
مینه خو غمونو ته جوړ باب دی سړی څه وکړي

نن مې ډېر یادېږې او زړګی دې رانه بیا غواړي
ښکلیه حقمل تا پسې بې تاب دی سړی څه وکړي

امدادالله حقمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x