افغانستان

عبدالباقي امین: د بهرنیانو شتون د افغان سولې لپاره ستر خنډ دی/ویډيویي مرکه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د قاصد ستراتېژيکو مطالعاتو د مرکز مشر «عبدالباقي امین» وايي، د ډيپلوماسي له لارې باید په امریکا کې له افغانستان څخه د عسکرو د ویستلو دريځ پیاوړی شي او له بهرنیانو څخه د قوي ضمانتونو تر اخستلو وروسته باید بهرنیان د افغانستان پرېښودلو ته اړ ایستل شي.

امین چې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره د لیدنې په موخه «دوحې» ته راغلی، له «نن ټکی اسیا»سره په خپله مرکه کې وویل، چې طالبانو ته یې مشوره ورکړې، څو هغوی د ډيپلوماسي له لارې په امریکا کې له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو دریځ پياوړی کړي او د امریکا د سیاسیت جوړوونکي باید قانع کړل شي، چې له افغانستان څخه یې د عسکرو په ایستلو کې زیان نشته.

نوموړي زیاته کړه «په افغانستان کې ټولې جګړې د ضعیفو حکومتونو د شتون له امله رامنځته شوې؛ نو ځکه دا ځل باید د یوه قوي، مرکزي او داسې حکومت په جوړولو کار وشي، چې بیا یې په وړاندې څوک وسله راپورته نکړي او نه هم بهرنیانو ته په افغانستان د حملې فرصت پیدا کړل شي.»

د امین په خبره، د افغانستان د سولې په لاره کې تر ټولو ستر خنډونه د افغانانو تر منځ د یوه ملي تفاهم نشتون او د بهرنیانو او د افغانستان په قدرت کې د داسې ډلو شتون دی، چې شخصي ګټې تر ملي مصالحو لوړې بولي.

د بشپړې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کلیک کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امین صاحب سلامونه او نیکی میلی مو ومنۍ ! خوشاله شوم ستاسی ارزونی مو واوریدی، طبیعی خبره ده جه ټول مسلمانان او په ځانګړی هغوی چه چیز فهم دی د افغانستان، سیمی او نړی د مسلمانانو په اوسنی حالاتو خوشاله نه دی.، بنیادی بدلون ته اړه ده او بنیادی بدلون لمړی له هر مسلمان او به ځانګړی ډول هغه مسلمانان ( چه د امین صاحب او جمیعت اصلاح د نورو لوړپوړو غړو په شان ) مسایلو کی دخیل او مطرح کسان دی اړین دی. ځینی خبری یا مسایل خو د ټولو ښو او فعالو مسلمانانو ترمنځ د ګډ مخرج حیثیت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x