افغانستان

کندوز کې د امريکايي الوتکو بمبار کې ۱۴ ملکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کندوز ولايت مرکز ته څېرمه بزکندهاري سيمه کې امريکايي الوتکو د ملکيانو کورونه بمبار کړي دي.

د سيمې خلک وايي، په دغه بمباري کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څوارلس تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د کندوز ولايت چارواکي بیا ادعا کوي، چې بزکندهاري سيمه کې يې ديارلس طالبان وژلي، خو ځايي خلکو د حکومتي چارواکو ادعا رد کړې ده.

طالبانو هم ویلي، په بزکندهاري سيمه کې ملکيان وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، امريکايي الوتکو تېره ورځ د کندوز مرکز ته څېرمه د بزکندهاري سيمې په تپه علي کلي کې د ملکيانو کورونه بمبار کړي، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول څوارلس کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د ګډ حکومت له پيله په هېواد کې د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، نږدې هره ورځ د ميدان وردګ په شمول د هېواد په ګڼو سيمو کې ګڼ شمېر عمليات کيږي، چې ډېری قربانيان يې ملکيان وي، خو حکومت تل ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې طالبان او د هغوی خواخوږي په نښه کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر «يوناما» د بشري حقونو بنسټ او د ملکي وګړو د ژغورنې ګروپ وايي، د دغو عملياتو او بمباريو ډېری قربانيان ملکی وګړي دي او د جګړې له ښکېلو لوريو يې د ملکيانو د خونديتوب غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي او امريکايي لوری له طالبانو د تشدد کمولو غوښتنه کوي، په داسې حال کې، چې د بهرنيو ځواکونو او دولتي عسکرو له لوري عمليات او بمبارۍ په خپل شدت سره روانې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

اشرف غنی دی لمړی جان بس او بیا ترمپ ته د احمدشاه بابا مدالونه په غاړه کړی چه د ایجړا او غلامی غنی د وحشت او غلامی دوره وغځوی او مظلوم اولس ورله ووژنی . که به غلام غنی کی ( افغانیت او اسلامیت خو پریږده ) یوه دره انسانیت هم شتون درلود او د عبدالله ، جان بس او ترمپ سره یی د همجنسبازی دوره نه وی تیره کړی په ولاړه به تری سا ختلی وی هغه خبیث تول معنیوات له لاسه ورکړی ځکه په دی ډول وژنو د خوابدی په ځای خوشالیږی هغه پشتون نه دی پشتو یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close