افغانستان

اشرف غني «جان بس» ته د «غازي اکبرخان» مډال ورکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر «جان بس» سره د مخه ښې په کتنه کې د نوموړي د خدمتونو قدرداني کړې او د هغه د هڅو په بدل کې یې ورته د «غازي وزیر محمد اکبر خان» مډال ورکړی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د پراختیا، د افغانستان د سولې او  د سیمه ییزو هیوادونو د همکاریو د جلب په برخه کې د جان بس هڅې وستایلې او نوموړي ته یې د غازي وزیر محمد اکبر خان مډال ورکړ.

خبرپاڼه وړاندې کاږي « جمهوررئیس د یاد مډال د ورکړې پر مهال د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او قربانیو مننه وکړه او جان بس ته یې په راتلونکې دنده کې د بریالیتوب هیله وښوده.»

د خبرپاڼې په بنسټ، جان بس په افغانستان کې د ماموریت په ترسره کېدو خوښې ښوده، د سوله ییز افغانستان لپاره یې په هڅو ټینګار وکړ او د امریکا بریا یې د افغانستان له بریا سره تړلې وبلله.

یاده دې وي، دا لومړی ځل نه دی، چې د کابل حکومت چارواکي په افغانستان هجوم راوړونکي بهرنيان د افغانانو د اتلانو په مېډالونو نازوي، تر دې وړاندې هم د ناټو او امریکا قوماندانانو او چارواکو ته افغان اتلانو ته منسوب مډالونه په سینو ټومبل شوي، چې هر وخت د عامو افغانانو له  سختو غبرګونونو سره مخ شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظیمی

د پاک رب په قهر او غضب دواړه اخته سی. د دواړو لاسونه د بیګناه افغانانو په پاکه وینه تر تخرګو پوری سره دی. او د افغانی اتلانو په نامه میډالانو یو بل ته تقسیموی. دا په اصل کی د افغانانو په جهاد، آزادی او د آزادی دپاره قربانیو باندی ملنډی وهل دی.. دوی دی د خپلو اتلانو لکه مسعود، ربانی، فهیم، کرزی یاهم د رازق په نامه میډالونه جوؤ او هر چاته یی چه زړه کیږی ورکړی.

دوکتور غروال

دامډالونه دچاپلوسی مډالونه دی داسی مډالونو ورکول ددی نښانی څرګندوی چی مونږ د تاسو غلامان وو او هم مطمئن اوسۍ چی دتاسو غلامی ته به وروسته هم وفاداره اوسو ، او همدارنګه ددی مډالونو ورکولو په واسطه د شیطانی صلحی کښي ددوی اصلی تهدابی برخه هم د کډ بادار له خوا د ## طالبانو سره د یو ځای کیدو وخت کښي باید تر پښو لاندی نکړۍ شی او دوی هم باید د ## ګلبدین په څیر د صلحی چوکات کښي راداخل شی یعنی ددوی رهبری ته قصرونه اعطا او بارډیګاردو لپاره ډالرونه په اختیار کښي ورکړۍ شی، ګورۍ چی دا… نور لوستل »

مجاهد

دکتور غروال صاحب مننه، او ستاینه دی کوم په دی وخت او به دی شرایطو کی همداسی څه لیکلو ته اړه ده بیا هم مننه

جلال

زه حيران يم چى دا حراميان ولى د شاه شجاع، ظاهرشاه، ببرك كارغل، تركى يا كوم بل زان غوندى وطنفروش مدال نه وركوى چى د غازى اكبر خان غازى چى اوس دغه لقب په تروريست او اشرار بدل شيوى، د خپل ## په غاره اچوى. دوى نه حيا لرى، نه منطق او نه شرم.

غوربندي

تف لعنت په دې مزدور او هغو چې دې مزدور ته بابا وايي.

مجاهد

خندا، خندا …. او د غلام غنی په اخرنی نوی شرم نوی خندا !!!! جان بس ته زمونږ د مطلومو اولسو د وژنو مدال ورکوی ؟ په کار خو دا وه چه ځانته یی د اکبرخان او جان بس ته یی د میکناتن مدال ورکړی وی یعنی جان بس سره یی د وزیر اکبرخان کړنه ترسره کړی وی او له هغه وروسته یی رولا غنی ( اصل ریس جمهوره او د اشغال اصلی نماینده ) ته مناسبه سزا اورولی وی . برخلاف دغه خبیث د څو ورځو د غلامی د اوږدوالی د پاره هغه قاتل جان بس ته د قتلو… نور لوستل »

جميل

په رشتيا چی دواړه ډير احمق دی
چی دوی غازی محمداکبر خان پيژنی ، د غازی په مفهوم پوهيږی ، پدی پوهيږی چی هغه ولی غزا کول ،؟؟؟؟؟
که پدی ټولو پوهيږی او په غازی وياړی نو اوسنی مجاهدين خو هم غازيان دی او د هغه هدف لپاره جنګيږی .
ای بيشرفو ظالمانو او غلامانو زمونږ وياړلی ستاسو بيهمتو په مردارو لاسونو او کثيفو ځګرونو نه سپکيږی .

اجمل

د غازی اکبر خان مډال باید غازیانو ته ورکړل شی. فکر کوم دا دوس د محقق یا د ربانی د مډال ارزش هم نلری.

غوربندي

اجمل صاحب
سلامونه
زما له خوا ستاسو تبصره +لايک شوه.

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close