کافي وڅښئ او پياله یې وخورئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د نیوزیلند په ملي هوایي شرکت (ائیر نیوزیلند) کې مسافرو ته په داسې پياله کې کافي ورکول کیږي چې له څښلو وروسته پياله خوړل کیږي.

د هوایي ډګر چارواکي وایي چې د دا ډول پيالو وړاندې کولو موخه یې د ککړتیا کمول دي.

د بهرني خبري اژانس په وینا، د ائیر نیوزیلند شرکت دغه پياله د ټوایس ځایي شرکت سره په ګډه وړاندې کړې چې چای هم په کې ساتل کیږي او خوړل کیږي هم، دغه پیاله د ونیلا خوند یا ذایقه لري.

د هوایي شرکت مدیر «نیکي شیو» وایي چې دوی په کال کې شاوخوا ۸ ملیونه داسې پیالې مسافرو ته وړاندې کوي، په دې سره ککړتیا هم کمیږي او مسافر یې هم خوښوي.

د هوایي شرکت چارواکي وایي چې دغه پیاله یې د جوارو او خوړونکي کاغذ څخه چمتو کړې ده، چې په ټولو هوايي شرکتونو کې کارول کیږي.

https://twitter.com/FlyAirNZ/status/1201984456157880326?s=20

 

له بل پلوه ټوایس شرکت او د ائیر نیوزیلند شرکت په دې اړه نوره لیوالتیا هم لري.

د ټوایس شرکت خاوند وایي چې دوی داسې پلیټونو او کاشوغې هم چمتو کوي چې له استعمال وروسته وخوړل شي.

راپورونه وایي چې د انګلستان هوایي شرکت کې له ۲۵۰ ملیونو څخه زیاتې پيالې له استعمال وروسته ضایع کیږي، چې یوازې ۲۵سلنه یې بیا استعمال ته چمتو کیږي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د