روغتیا

کابل: ککړې هوا تېره اوونۍ لږ تر لږه «۱۷» کسان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په پلازمینه کابل کې یوازې تېره اوونۍ د سختې ککړې هوا له کبله لږ تر لږه «۱۷» کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان ویلي چې ۸۰۰۰ کسان د هوا ککړتیا له امله روغتونونو کې دي، چې له جملې څخه یې ۱۷ تنه لا دمخه مړه شوي دي.

پلازمینه کابل د هوا په نسبت د نړۍ یو له ککړو ښارونو څخه شمېرل کیږي.

کابل کې د ژمې په جریان کې د هوا ککړتیا سختې درجې ته رسیږي چې کله اوسیدونکي په کورونو، حمامونو، خوړنځایونو او کارخونو کې د تودوخې لپاره لرګي، سکره او نور غیر معیاري توکي وسوزوي.

څو ورځې وړاندې د برتانيې انډيپنډينټ ورځپاڼې د افغانستان حکومت څخه په خپله یوه مقاله کې غوښتي وو چې د ککړې هوا پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي، خو په دې اړه لا هم د حکومت هڅې په نشت حساب دي.

کابل کې ککړې هوا د خلکو ژوند له جدي ناورین سره مخ کړی دی.

د ودونو تالارونو، عامه حمامونو او د کارخونو مدیریت کارمندانو ته اخطار ورکړل شوی تر څو د غیر معیاري توکو او پلاستیکونو سوزولو مخه ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال ساتنې ملي ادراې او ښاروالۍ، وګړو ته د مخ ماسکونو د توزیع کمپاین پېل کړی دی، تر څو له ککړې هوا څخه ځانونه خوندي کړي.

د یادونې وړ ده چې د اسیایي هېوادونو ستر ښارونه په ځانګړي ډول د ژمي په سړه هوا کې له سختې ککړې هوا څخه کړیږي، په دې لړ کې د هندوستان دهلي، د پاکستان لاهور، د بنګلدیش ډهاکه او د افغانستان په کابل کې وګړي د ککړې هوا له کبله له جدي ناورین سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په عمومی ډول ټوله نړی د صنعتی هیوادو د ډیرو موترو، کارخانو، اتومی او ذرو وسلو حوړولو او کارولو څخه د اتموسپیر طبقه چه د لمر ګتوری شعاوی پریږدی او مصری یی دفع کوی چه له امله یی ټول بشریت د هراړخیزو ستونزو سره مخ کړی په دی اړه اتو صنعتی هیوادو غونډه لرله چه نرسری کمی کړی کومی چه د کاربن ډای اکساید د تولید سبب کیږی او د اتموسپیر طبقه یی تر اخری کچی پوری متضرره کړی په هر صورت متحده اضلاع یی مخالفت وکړو ځکه جه تر ټولو ډیری نرسری یی لرلی او که یی کمی کړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x