نړۍ

د مصر او فلسطین پر پوله به د رفح لاره خلاصه شي

rafah_mabarنن ټکی آسیا: مصر اراده لري چي د را رواني اونۍ د شنبې په ورځ د مصر او فلسطین تر منځ د رفح لاره خلاصه کړي، تر څو فلسطینیان وکولای شی چي د پولي هغه غاړي او دې غاړي ته په اسانۍ سره سفر وکړي.

دا پوله د تیرو څلورو کلونو راهیسي د د حسني مبارک د حکومت له خوا بنده سوې وه، او په ډیر سختو شرایطو به هم چا نه شولای کولای چي تر دې پولي تیر سي.

د مصر یو رسمي خبري اژانس میناء خبر ورکړی چي د مصر اوسني فوځي مشرتابه دا پرېکړه کړې چي دغه لاره سر د شنبې د ورځي څخه د نهو بجو سهار څخه نیولي بیا تر نهو بجو د شپي خلاصه کړي.

او هغه فلسطینیان چي عمرونه يې تر ۱۸ کاله کښته یا تر ۴۰ کلو لوړ وي، او یا د مصر په یو پوهنتون کې درس وايي، یا د تداوي لپاره مصر ته ځي، ښځي او ماشومان به پرته له ویزې کولای سي چي پر دغه پوله بې پاسپورټ او ویزه تیره سي.

باید وویل شي چي د مصر په پخواني حکومت کې کله چي حسني مبارک ولسمشر وو، دغه لاره تړل شوې وه او هیڅ چاته هم اجازه نه وه چي د پولي څخه یوې غاړي او بلي ته سفر وکړي.

حتی نړیوالو مرستندیو ټولنو او تنظیمونو هم نه شوای کولای چي ددغې پولي له لاري فلسطین ته غذايي مواد، دواوي او نور د ابتدايي ضرورتونو توکي تیر کړي.

په خپل لومړي رد عمل کې د غاصبو یهودانو حکومت ویلي چي دا دوی خپل د ملک د امنیت لپاره ګواښ بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x