افغانستان

جان بس ته د مډال ورکړه؛ افغانان وايي، اشرف غني ددوی قاتلین په مډالونو نازوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل):  وروسته له هغه، چې د ګد حکومت مشر «اشرف غني» په کابل کې د امریکا له سفیر «جان بس» سره د مخه ښې په کتنه کې هغه ته د «غازي وزیر محمد اکبر خان» مډال ورکړ، افغانان دې ګام سخت غوسه کړي او په ټولنیزو رسنیو کې یې دا کار په سختو ټکو غندلی.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو اشرف غني تورن کړی، چې افغان اتلان یې مسخره کړي او مډالونه یې هغه چاته په سینه ورټومبي، چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي.

د ارګ پر فسبوک پاڼه باندې د «لطیف بهار» په نوم یو تن په تبصره کې لیکلي « ډېر د افسوس او د خجالت ځای دی، دوی مو بې موجبه وژني، امریکایي لیکوالان اعتراف کوي پر افغان خاوره یرغل ظلم، افغان جګړه ناؤلي او بې هدفه ګڼي، زیاتوي چې موږ هر څوګ افغانستان کې وژنو دا یو جنګي جنایت دی، خو تاسو ورته دولتي لوړ مډالونه ورټومبی.»

د «کمال ارمان» په نوم یو بل تن لیکلي «دڅه شي خدمتونه مسلمان وژل يي کړي زمونږ دوژلو ميډالونه ورکوي
که هرڅومره ورته ځان نژدي کړي هغوي ته معلوم دي چي په نړي کي داسي غلام نشته.»

هدایت شینواری لیکي « دافغانانو قاتل ته دی دغازی وزیر محمد اکبرخان مډال ورکړ نن به ستا دلاسه د وزیرمحمداکبر خان روح ډیرنارامه وی.دا د وزیرمحمداکبر خان توحین دی چی تا دهغه په نوم مډال یوداسی چاته ورکړ چی لاسونه یی دبی ګناه افغانانو په وینه سره دي.»

فضل هادي هاشمي بیا اشرف غني «خاین» او «شرمېدلی» یاد کړی او زیاتوي« دا دوزير محمد اکبر خان مډالونه دې ټول انګرېزانو او زموږ د هېواد دښمنانو ته ورکړل تاريخ به ستا خيانتونو هير نه کړي.»

د شمس الحق په نوم یو بل فعال کاږي«تاریخ به ولیکي:امریکا به هره میاشت پر افغانستان تر زر ډېر بمونه اورول، خو د وخت ګوډاګي باچا به یې سفیر او نظامي قومندانانو ته د ښه خدمت؟ په پلمه د غازي محمد اکبر خان مډال ورکاوه.»

یاده دې وي، چې جان بس یوازېنی بهرنی چارواکی نه دی، چې د افغان اتلانو په مډالونو نازول کېږي، تر دې وړاندې هم ګڼ ملکي او نظامي بهرني چارواکي افغان اتلانو ته په منسوبو مډالونو نازول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

شرمیدلی باید نورهم وشرمیزی دافغان قاتلانو ته مدال ورکول خیانت دی

کندهاری

ډېر ټيټ او بې شرم ساکښ دی . په تاريخ کي به دی او د ده چوکريان او ستايونکي د افغانانو پر لمن ډېر بد تور داغ وي. الله دي دا نوغۍ هرڅه ژر زموږ له سره واخلي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x