نړۍ

ترکيه: د پارلمان له تاييد وروسته لیبيا ته عسکر لېږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ترکيې حکومت ويلي، د پارلمان له  پرېکړې او تاييد وروسته د لیبيا حکومت د ملاتړ لپاره دغه هېواد ته پوځيان لېږي.

د ترکيې د پارلمان رئيس مصطفی شنطوب ويلي، د حکومت په غوښتنه يې د پارلمان بېړنۍ ناسته رابللې، تر څو لیبيا ته د پوځونو لېږلو په تړاو پرېکړه وکړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود جاویش اوغلو ويلي، د لیبيا مرکزي حکومت، چې د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت پېژندل شوی، له ترکيې د پوځونو ورلېږلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي اوغلو ويلي، د پارلمان له تاييد وروسته به د ترکيې له ملي ګټو سره سم لیبيا ته خپل پوځيان ولېږي، خو د اپوزيسيون ګوندونو د حکومت د پرېکړې مخالفت کړی دی.

د اپوزيسيون «ملي ديموکرات ګوند» مشر قليجدار اوغلو ويلي، په پارلمان کې به ليبيا ته د پوځيانو د لېږلو مخالفت وکړي.

تېره ورځ د ترکيې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د تړلو دروازو تر شا د حکومت او اپوزيسيون ګوندونو ترمنځ په دې اړه ناسته هم شوې ده، خو جزئيات يې رسنيو ته نه دي راوتلي.

د عدالت او پرمختګ واکمن ګوند سرچينې وايي، د لیبیا حکومت له ترکيې د پوځيانو ورلېږلو غوښتنه کړې او په همدې تړاو راتلونکې پنجشنبه د پارلمان غونډه رابلل شوې ده.

د فايز سراج په مشرۍ د لیبيا مرکزي حکومت نړيوالې ټولنې او حکومتونو په رسميت پېژندلی، خو هلته د پخواني جنرال او باغي مشر خلیفه حفتر په مشرۍ وسله وال د حکومت د نسکورولو لپاره جګړې کوي او د متحده عربي اماراتو سربېره يو شمېر عربي هېوادونو د خليفه حفتر ملاتړ کوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، هېواد يې نه غواړي، چې لیبيا په دوهمې سوريې بدله شي او مخکې له دې، چې حالات تر دې هم خراب شي، ترکيه به هلته خپل پوځيان ولېږي، تر څو د لیبیا د مرکزي حکومت له مشروعيته دفاع او ساتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x