افغانستان

جوزجان: حکومت  له «درزاب» ولسوالۍ خپله کډه ټوله کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې طالبانو د جوزجان ولایت په «درزاب» ولسوالۍ کې په مېشتو امنیتي ځواکونو، د محاصرې کړۍ راتنګه کړه، حکومت یاده ولسوالي طالبانو ته پرېښې او خپل ځواکونه یې د چورلکو په مټ د ښار مرکز ته انتقال کړي.

د جوزجان ولایت د والي ویاند «عبدالمعروف اذر» سلام وطندار ته ویلي، چې د درزاب ولسوالۍ د ولس په غوښتنه طالبانو ته سپارل شوې او امنیتي ځواکونه له خپلو تجهیزاتو سره یو ځای «شبرغان» ولایت ته انتقال شوي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان ولایت د خلګو استازې «حلیمه صدف کریمي» وايي، د جوزجان سیمه ییز حکومت د یوې امنیتي ناستې تر دایرولو وروسته درزاب ولسوالۍ طالبانو ته سپارلې.

صدف زیاتوي « حکومت سږ کال له درزاب ورهاخوا طالبانو ته د «قوش تپه» او «خم اب» ولسوالیو په تسلیمولو اړ شوی او درې نورې ولسوالۍ هم د سقوط شېبې شمېري.»

د نوموړې په خبره، که حکومت د یادو شویو ولسوالیو غم ونخوري؛ شاید د کندز «فاجعه» بیا تکرار شي او د طالبانو د جنګ لمن تر «شبرغان» پورې ورسېږي.

بل لور ته د «درزاب» ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، امنیتي ځواکونو خپلې پوستې او وسایط له هوا بمبار کړل او دوی اړ شول د چورلکو په مرسته د طالبانو له محاصرې ځانونه خلاص او مرکز «شبرغان» ته ورسوي.

یاده دې وي، چې کابو یوه اوونۍ وړاندې په درزاب ولسوالۍ کې د ۳۰۰ دولتي عسکرو د محاصرې خبر ورکړل شو.

هماغه مهال په ولسي جرګه کې د جوزجان وکیلانو یاده کړې وه، که چېرې د محاصره سرتېرو خلاصون ته پاملرنه ونشي، ټول به د طالبانو په لاس ووژل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x