روغتیا

سهار په تشه معده اوبه څښل کومې ګټې لري؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): نږدې ټول طبي پوهان په دې نظر دي چې اوبه څښل د بدن لپاره ګټورې دي، په ځانګړي ډول په تشه معده یې ګټې نه حسابونکي دي، دوی په دې باوري دي چې د ورځې لږ تر لږه ۲ لیټره اوبه وڅښل شي.

په تشه معده د اوبو څښلو ځینې ګټې په لاندې ډول دي:

زهرجن مواد ختموي

د شپې لخوا بدن ته رسیدلي زهرجن او نور ضرري مواد سهار په نهاره د اوبو څښلو په واسطه له منځه ځي، دغه ډول په دې سره د عضلاتو او د وینې حجرو تولید نور هم زیاتیږي.

میټابولیزم ښه کوي

میټابولیزم بدن کې خواړه پر ګټه بدلوي، په تشه معده اوبه څښل د میټابولیک پروسې کچه ۲۴سلنه زیاتوي، بدن کې د مایعات اهمیت ډيروي، په هغه صورت چې یو ځانګړی خوراکي رژیم تعقیب کړل شي، د میټابولیک پروسې ښه کولو معنا دا چې معده کې د ناضمې سیستم په غوره شکل کار کوي، کوم چې د وزن کمول اسانه کوي.

د معدې سوزش کموي

په معده کې اختلال او ګډوډي ددې د سوزش لامل کیږي، که چیرې تیزابي مایعات معدې ته ورسیږي انسان د نارامۍ احساس کوي، مګر کله چې له ویښېدو وروسته په نهاره معده اوبه وڅښل شي دا د معدې تیزابیت او سوزش کموي او دغه راز معده د خوراک لپاره چمتو کوي.

پوستکی تازه ساتي

په بدن کې د مایعاتو نشتوالی بدن د غونجېدو ښکار کوي، نویو څیړنو ښودلې چې په نهاره معده ۵۰۰ ملي لیتره اوبه څښل د وینې جریان ښه کوي چې ورسره د مخ او نور بدن پوستکی نرم او تازه وي.

د پښتورګو تیږې او مثانې التهاب مخنیوی کوي

کله چې د یوه کس پښتورګو کې تیږې او د مثانې ستونزې لري ډاکټر د ډيرو اوبو څښلو سپارښتنه ورته کوي، ځکه چې کافي مایعات د معدې تیزابیت او بدن څخه زهرجن مواد له منځه وړي.

دفاعي سیستم قوي کوي

له ویښېدو وروسته د اوبو څښل بدن کې د لیمفاوي سیستم په انډول یا برابر ساتي، په دې توګه وګړي د حساسیت، التهاب او د رنځورونو کم ښکار کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x