نړۍ

عراق: له امريکا سره مو اړيکې ويجاړې شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا له لوري په عراق کې د ايران پلوو ملېشو له وژلو وروسته د عراق حکومت ويلي، چې له امريکا سره يې اړيکې تر ويجاړوونکې کچې خرابې شوي دي.

وړمه ورځ د امريکا جنګي الوتکو د عراق په القائم سيمه کې د ايران پلوو شيعه ملېشو مرکزونه په نښه کړي وو، چې له امله يې د دوو قومندانانو په شمول ۲۵ تنه وژل شوي او له ۵۰ زيات ټپيان وو.

د عراق حکومت دا حمله د خپلې خاورې پر سالميت برید بللی او په بغداد کې يې د امريکا سفر احضار کړی دی.

د عراق سرپرست حکومت ويلي، امريکا د خپلو سياسي ګټو لپاره عمليات او بریدونه کوي او د عراقي ولس غم ورسره نه شته.

امريکا وايي، عراقي چارواکي د امريکا د ګټو په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

پنټاګون يو ځل بيا خبرداری ورکړی، که ايران پلوو شيعه ملېشو د امريکا ګټو او اهدافو ته د زيان رسولو هڅه وکړه، له سخت غبرګون سره مخ شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډيويډ شنکر ويلي، امريکا په عراق کې د تاوتريخوالي پلوي نه کوي.

نوموړي زياته کړې، چې امريکايي الوتکو د حزب الله ډلې هغه ملېشې په نښه کړي، چې يو امريکايي قرادادي يې وژلی و.

د امريکا له هوايي برید وروسته په نجف، بصره، کرکوک او نورو شيعه مېشتو سيمو کې د امريکا پر خلاف پراخې مظاهرې روانې دي او پارېدلو لاريونوالو د امريکا بیرغ هم سوځولی دی.

د عراق پارلماني وکيلانو د امريکايي عسکرو د ايستلو غوښتنه کړې ده.

د عراق حکومت ويلي، له امريکا سره په اړيکو بیا کتنه کوي، تر څو د هېواد او خاورې خپلواکۍ په اړه له سره پلان ونيول شي.

د رپوټونو له مخې عراقي چارواکي اندېښمن دي، چې هېواد به يې د امريکا او ایران د جګړو او تاوتريخوالي په مرکز بدل شي.

د يادونې وړ ده، چې د عراق لومړي وزير عادل المهدي له دوو مياشتو پرله پسې مظاهرو وروسته څو ورځې مخکې له خپلې دندې استعفا ورکړې او اوس هلته سرپرست حکومت فعاليت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

When the USSR invaded Afghanistan, the KHALKIES and PARCHAMIES used to tell the world “AZ AFGHANHA BIAMOZED” I was young studying in Kabul Military High School grade 11. and believe me the phrase made me laugh and I said silently, because we could not talk loudly, “YES THE WORLD WOULD LEARN FROM AFGHANS” so the world is learning from PAKHTOONS. If you look at history, from the creation of the world, the world has been learning from the PATTANS. DA TARIKH PA KSHMAKASH KE DA PAKHTOON DAGHA TAQDEER DI HAGHA KAWM BA ZHONDAI PAYEE CHE PA LAS KI YEE SHAMSHEER… نور لوستل »

مجاهد

ادم خان ورور سلامونه مو ومنی ! ستاسی ښکلی تبصره مو له اوله تر اخره ولوستله د ډیری برخی سره یی همنظره مګر د ځینو ټکو سره چه می توافق نه لرلو: تاسی لیکلی چه[ کمونستانو ویل از افغانها بیااموزید ] مګر ستاسی عقیده دا وه چه [[ پشتانه یا پټانان ]] یی یاد کړی وی په داسی حال کی چه افغان هم د پتان بل نوم دی کیدی شی الله ج پتان قوم ته د نورو قومو پرتله ځینی ځانګړتیاوی ورکړی وی لکه د خپلی خاوری، خلکو او خپلواکبی څخه دفاع او په جهادی کړنو کی تر نورو دمخه… نور لوستل »

Adam Khan

Mananna Mujahida aw Qahromana Wrora
Staso tabseri mong ta arami rakra
za staso da leek pa isharo der kha po shom
kalla me chi staso leek lost no pa fekar ki shom chi da Omer da khelafat wakht de aw ka baba Abdali aw ya baba Khoshal rasara khabari kawi
pa ma aw ta wrora ALLAH TAALA dwa perzawani kari de
awal musalman you aw dwem da ghairat weena mo pa rago ke da

ALLAK TAALA DE BARYALI SATA

عبدالله

افغانیت منی ، پتانیتوب منی او اسلام هم منی لیکن همدغه پشتون، پتان او مسلمان په مساجدو او بازارو کی په زانمرگو او ماینونو کی شهیدوی؟ ودونو او جنازو کی یی شهیدوی ولی؟ دا ستا سنگه منطق دی چی هم یی منی او هم یی بیرته شهیدوی. ددی بیگناه عام اولس پر شهادت بیا مکافات او جنت هم غوارو. مجاهده! کله او عقل په کار واچوه!

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x