نظــر

د یمن جګړې شپږم کال.. لوږه، ساري ناروغۍ او تخریب

عبدالرحمن

د سعودي ګاونډی مسلمان هیواد یمن چې د تیرو پنځو کلونو راهیسي په جګړه کې دی او د سعودي – امارات په مشري یرغل شپږم کال ته داخلیږي، ولس یې د تخریب، انساني حقوقو څخه سرغړونې، ساري ناروغیو، لوږې، فقر، فساد، هجرتونه، تقسیم او بل هر ناوړه چې په ذهن کې ګرځي، د هغو څخه کړیږي، او صرف له دې وجې چې ګاونډي هیواد سعودي د ایراني نفوذ د مخنیوي په نامه یرغل باندي کړی دی او غواړي هلته حوثیان له پښو وغورځوي چاچي د حکومت واګي د یوه انقلاب په صورت کې اخیستي دي.

دغه جګړه چې د نړیوالو اقتصادي مراجعو په وینا هره میاشت په ملیاردونو ډالره خاوري کوي، د زرګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي، شپږم کال یې پیلیږي او لا تر اوسه یې هم ګټونکی او بایلونکی نه دی مالوم، بلکې حوثیان لا توانیدلي چې په سعودي او اماراتو کې مهم اقتصادي او استراتیژیک اهداف په نښه کړي.

د ټولو اقتصادي او بشري زیانونو سربېره د یمن هیواد پر شمال او جنوب د تقسیم سره عملا مخ دی، جنوب کې د اماراتو په ملاتړ جلا دولت جوړېدو ته کار کیږي او شمال کې حوثیان واکمن دي او پر خلاف یې د سعودي په نظامي، اقتصادي او سیاسي ملاتړ ملیشې په جګړه بوخت دي..

لاندي ځیني هغه بشري ناخوالي دي چې په اړه یې تازه راپورونه خپاره شوي دي:

ساري ناروغۍ:

د ساري ناروغیو په برخه کې د خنزیر زکام چې په لویو ښارونو خصوصا صنعا او تعز کې په ګردش کې ده، په سلګونو کسان باندي اخته او سلګونه یې وژلي، همداسي د کولورا ساري ناروغي (نس ناستي) خو د جګړې په پنځه کلونو کې تر ۸۵۴ زره زیات کسان په ځان اخته کړي او په زرګونو یې وژلي دي، همداسي ډول ډول نوري ناروغۍ په کښي ګرځي.

په کال ۲۰۱۹ کې پر یوه ملیون او شل زره کسانو د ملاریا ناروغي اثار ښکاره سوي او د طبي تشخیص په رڼا کې د ۱۵۰ زره څخه زیاتو ناروغانو کې ملاریا ثابته سوې ده..

سوء تغذي:

د یمنیانو هر اړخیزه ستونزې یوازي پر ساري ناروغیو نه ختمیږي، بلکې لوږه او سوء تغذي په کال ۲۰۱۹ کې د تیرو کلونو په څیر حاضره وه، د سره صلیب د احصائیاتو سره سم ۳.۲ ملیونه ماشومان او ښځې د سختې لوږې او سوء تغذي سره مخ دي، تر ۵۰ سلنې زیات ماشومان د قد د ټیټوالي سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنګۍ مسؤول زید علایا په وینا د یمن ۸۰ سلنه وګړي (۲۴ ملیونه) په عاجله توګه غذائي مرستو ته اړتیا لري.
د صحت په برخه کې ۱۴ ملیونه یمنیانو ته صحي خدمات نه رسیږي، ۵۰ سلنه روغتونونه یا کلینکونه په کلي توګه د دواوو د کمښت له وجې بند سوي دي، ۱۵ ملیونه یمنیانو ته پاکې اوبه نه رسیږي چې له امله یې د ناروغیو په انتشار کې لا زیاتوالی راځي.

ماشومان:

روانې جګړې د ماشومانو ژوند د تباهۍ سره مخ کړی دی، په روانه جګړه کې ۲ زره مدرسې تخریب سوي دي، چې له امله یې دوه ملیونه ماشومان د تعلیم څخه محروم سوي دي، د سره صلیب او ملګرو ملتونو د احصائیاتو له مخې ۷.۴ ملیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د جګړې له امله خراب اقتصادي وضعیت او د تعلیم څخه محرومیت ماشومان په بازارونو کې سختو کارونو ته مجبوره کړي دي چیري چې د هغوی حقوق تل د ګواښ سره مخ وي، هغه که په مالي ، حقوقي او که بدني برخه کي وي.

د ملګرو ملتونو د رسمي احصائیاتو له مخې یو ملیون ماشومان همدا اوس په کارونو بوخت دي، په لسګونو زره په جګړه کې د سوند توکو په څیر کاریږي، دوی د یوې ګوله ډوډۍ لپاره په کار کولو او د ژوند چارو پرمخ بیولو لپاره جګړې ته اړ سوي دي. په دغو ماشومانو کې ډیری داسي هم دي چې له مور او پلار څخه بیګانه سوي دي او یا هم د هغو د وژل کېدو وروسته لا وارثه پاته دي.

کډوالي:

د مهاجرت نړیوال سازمان د راپور سره سم د کال ۲۰۱۹ له پيله تر اوسه ۴۰۰ زره کسان د جګړې له امله کډوالۍ ته اړ سوي دي، په همدې راپور کې یاد سازمان ویلي چې د تیرو پنځه کلونو په جګړه کې ۳ ملیونه کسان د خپلو سیمو څخه هجرت ته اړ سوي دي، یادې جګړې په هیواد کې دننه د هجرت کچه زیاته کړې، او یاد کډوال په داسي کمپونو کې پر ژوند کولو مجبور دي چې هلته د ژوند تیرولو لپاره هیڅ اسانتیاوي هم نسته.

د کورنیو د جلاوالي او یو د بل څخه د ورکېدو له امله نفسياتي ناروغۍ زیاتي سوي، خصوصا د ماشومانو په برخه کې، د نړیوالو بشري سازمانونو د راپور سره سم ۱۲۰۰ ماشومان په دغه کمپونو کې داسي دي چې بېله ځانه نور هیڅ څوک نه لري.

شمال او جنوب:

د سام په نامه حقوقو او ازادیو سازمان مشر توفیق الحمیدي الجزیره تلویزون ته ویلي چې د یمن په جنوب کې انساني وضعیت تر کال ۲۰۱۸ نور هم خراب سوی دي، په ځانګړي ډول وروسته تر هغه چې د اماراتو په ملاتړ انتقالي مجلس ګوند پر دوهم لوی ښار عدن باندي واک تر لاسه کړ، د هویت پر اساس یمنیان شمال ته په هجرت مجبوروي او د شمالي یمن څخه د بیل هیواد جوړونې شعار پورته کوي او د همدې موخې لپاره په هیڅ انساني او بشري حقونو صرفه نه کوي.

نامعلومه برخلیک:

د یمن وحشتناکه جګړه شپږم کال ته په ننوتو ده، خو لا یې هیڅ برخلیک نه دی مالوم چې څه به کیږي، او د مسلمانو هیوادونو له لوري پر خپلو مسلمانانو باندي به ددغه کړاو مخنیوی بالاخیره کله او په څه توګه کیږي.

سعودي چې پخوا به یې په جګړه ځپلیو هیوادونو او په ځانګړي ډول د مسلمانانو سره د مرستو لویې لویې پروژې عملي کولې، اوس یې له یوه اړخه خپل اقتصاد ته په زرګونو ملیارده ډالر تاوان رسولی او له بله اړخه یې له امله د یوه مسلمان هیواد ۸۰ سلنه ولس غذايي مرستو ته اړتیا لري، په ملیونونو ماشومان یې له امله له ابتدائي زده کړو او د ژوند د ابتدائي حاجتونو څخه محروم کړي دي، په لسګونو زره ماشومان یې له وجې یتیمان، ښځې کونډې او په ملیونونو نور یې مهاجرت ته اړ کړي دي.

په چین کې بې دینه او کمونیست رژیم د ایغوري مسلمانانو پر خلاف ناروا ظلمونه کوي او د نړۍ هر با ضمیره وګړی يې پر خلاف اواز اوچتوي خو په یمن کې د یوه داسي هیواد له لوري چې ځان د مسلمانانو زعیم بولي، پر خپلو مسلمانانو وروڼو باندي د پنځو کلونو راهیسي ناروا ظلمونه او وحشتونه روان کړي دي خو هیڅ څوک یې په اړه اواز نه اوچتوي، په ځانګړي ډول مسلمان هیوادونه ځکه چې سعودي کولای سي هغوی ته په انتقامي توګه اقتصادي او سیاسي ضربه ورسوي او یا مسلمانان یې له حج او عمرې کولو څخه محرومه کړي او یا لاره ورته سخته کړي.

په کار خو دا وه چې سعودي د مسلمانو هیوادونو د زعامت داعیه لرونکي یوه هیواد په توګه د مسلمانو هیوادونو او تنظیمونو تر منځ اتحاد او اتفاق ته کار کولای، د هغوی تر منځ یې د جګړو مخنیوی کولای، کمزورو هیوادونو سره یې مالي ملاتړ کولای، اسلامي تنظیمونو او قوتونو ته یې وده ورکولای، خو بلعکس دوی د مسلمانو هیوادونو تر منځ بی اتفاقۍ ته لمن وهي، د مسلمانو هیوادونو اقتصاد ته تاوان رسول د ځان حق بولي، پر مسلمانو هیوادونو پوځي یرغل کوي او یا نور ورته تشویقوي، مسلمانان په خپلو کې اخته کوي، مسلمان هیوادونه سیاسي او اقتصادي کلابنده کوي، اسلامي تنظیمونو سره د مرستې پر ځای د هغوی پر خلاف سیکولر قوتونه تقویه کوي، د اسلامي ګوندونو حکومتونه نړوي او پر خلاف یې د سیکولر او بې دینه پوځونو ملاتړ کوي، حتی په اروپا کې د اسلامي ګوندونو او خیریه تنظیمونو پر خلاف د کفري تنظیمونو ملاتړ کوي او هغوی د تروریست په توګه کوربه دولتونو ته ورپيژني، د اسرائیلو سره علني او غیر علني اړیکو ملاتړ کوي، د اسرائیلو د ظلمونو خلاف د فلسطیني مقاومت مخکښ تنظیم حماس ډله د تروریستي ډلې په حیثیت پيژني او د ځپلو لپاره یې له هیڅ شي مخ نه اړوي، او ورته ډیر نور مثالونه سته.

الله تعالی دي د مسلمانانو مل سي چې د زعامت داعیه يې د یوه داسي هیواد په لاس کې ده چې د خپلو مسلمانانو ځپلو ته یې کار ویلي او په خپل هیواد کې يې د اسلامي شعایرو د لمنځه وړلو ته…

سرچینه: الجزیره او رسنۍ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

عبدالرحمن صاحب کور دی ودان له دی پوره مالوماتی رپوټ نه رښتیا هم چی سعودی او اماراتو ته داسی غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو ته یی هر مسلمان ځوریږی او خپل هغه کوم اثر او تاثیر چی په اسلامی امت کی دوی درلود ورځ تر بلی له لاسه ورکوی الله تعالی دی دوی دهدایت به طرف راولی او که یی هدایت نصیب نه وی الله تعالی دی دا مسلمان امت ددی فاسدو حاکمانو نه خلاص کړی

غمی.پښتین

جوړ تازه.
عبدالرحمن او احمد ته،
لکه څنګه چه سعودی په قتل کولو لګیا دی،همداسی طالیبان،او دولت د مسلمانانو په قتل لګیا دی،
دری متل دی وایی چه،بینا ای مردم،کور خود.
راځی چه اول د ځان او د خپلو خلکو غم وخورو،بیا د یمین،سعودی،
راځی چه اول خپل ملک له خواری ذلت فقرغریبی څخه وژغورو.سعودی ،قطر،عربو له موږ څخه ډیر لیری دی،
افغانستان په ټوله دنیا کی فقیر ترین ملک دی،بیا تبصری په سعودی،اوپه یمین یی کووو.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close