نړۍ

د سلمان عوده زوی: پلار مي په سعودي زندان کې داسي شکنجه کیږي / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سعودي مشهور دیني عالم شیخ سلمان العوده زوی عبدالله العوده ویلي چې پلار یې په سعودي محبسونو کې د داسي شکنجو سره مخ کیږي چې د نړیوالو قوانینو خلاف او جرم بلل کیږي.

نوموړي ویلي چې پلار یې د ټولو بشري حقونو څخه محروم دی، لکه د علاج حق او حتی د خوب کولو حق، ځکه چې د پلار سره یې په ورځو ورځو مسلسل تحقیقات کیږي او خوب ته نه پرېښودل کیږي، په انفرادي زندان کې په داسي توګه اچول کیږي چې پښې او لاسونو سربېره یې سترګي هم تړلي وي او بیا په کوچنیو پلاستیکونو کې خوراک ور اچول کیږي چې د خوراک لپاره یې پلار مجبور وي هغه په خوله خلاص کړي چې حتی له دې وجې يې هم د پلار خوله او غاښونه زخمي شوي دي.

عبدالله العوده وايي چې کله یې پلار له یوه ځایه بل ځای ته انتقالیږي، نو ساتونکي د عمر او علمي تاریخ و مشرتوب له لحاظه پرته هغه لاس تړلی اخلي او موټر ته یې غورځوي.

شیخ سلمان العوده چې په عربي نړۍ کې د خپل مقبولیت له امله د سعودي د مشهور ترینو علماو څخه بلل کیږي، په کال ۲۰۱۷ سپتمبر میاشت کې هغه وخت ونیول شو کله چې يې د سعودي او قطر تر منځ د سیاسي اختلاف را منځته کیدو په اړه په یوه ټویټ کې دعا وکړه چې خدای دي د مسلمانانو او وروڼو تر منځ الفت او محبت زیات کړي.
شیخ سلمان العوده یوازیني دیني عالم نه دی چې د سعودي له لوري نیول شوی بلکې په سلګونو نور دیني عالمان، مدني او حقوقي فعالان هم بندیان دي چې وخت په وخت یې د خلاصون لپاره په نړیواله توګه اواز اوچتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الله تعالی دی صبر او استقامت ورکړی
دا هغه وخت او زمانه ده چی علم به بندی او چپ وی خو شيطانت به آزاد او ګويا وی .
تر څو چی مسلمانانو بيرته توری نه وی راکښلی او د خپل رب په رسی يی منګولی نه وی ټينګی کړی د مسلمه امت عزت به خدای مکړه تر دی هم خراب وی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x