بغداد: پاریدلو لاریونوالو د امریکې سفارت ته اور ورته کړی / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته تر هغه چې امریکې په عراق کې د ولسي خوځښت شیعه ملیشو باندي بمبار وکړ او په لسګونو کسان یې مړه او ټپيان کړل، په بغداد کې پاریدلو لاریون کوونکو د بغداد په خوندي سیمه «ګرین زون» کې د امریکې سفارت ته ننوتلي او ځینو برخو ته یې اور ورته کړی دی.

د عراق څخه ځینو سیاسي سرچینو ویلي چې د امریکې سفیر د بغداد ښار څخه وتلی دی، خو د امریکې سفارت چارواکو رسنیو ته ویلي چې سفیر او ځیني نور جګپوړي شخصیتونه د دوه اونیو لپاره په رخصتۍ تللي دي، خو په وینا یې په سفارت کې کارکوونکي سته چې په محفوظو پناه ځایونو کې يې ځان خوندي کړی دی.

وړمه ورځ د امريکا جنګي الوتکو د عراق الانبار ولایت په القائم سيمه کې د ايران پلوو شيعه ملېشو مرکزونه په نښه کړي وو، چې له امله يې د دوو قومندانانو په شمول ۲۵ تنه وژل شوي او له ۵۰ زيات ټپيان وو.

د عراق حکومت دا حمله د خپلې خاورې پر سالميت برید بللی او په بغداد کې يې د امريکا سفیر د احضارولو خبر ورکړی دی.

د امریکايي بمباریو پر خلاف د ولسي خوځښت شیعه ملیشو ته منسوبینو په بغداد کې لویې مظاهرې وکړې او د امریکې سفارت ته ورسیدل.

که څه هم ویل کیږي چې د عراقي ځواکونو د رسیدو وروسته مظاهره چیان د سفارت له انګړ څخه بهر وتلي دي خو ځینو یې ویلي چې دوی به د سفارت مخته خیمې ودروې او تر هغو به لیري نه شي تر څو د امریکا سفارت په بغداد کې په کلي توګه تړل شوی نه وي.

د سرچینو په حواله د عراق حکومت ویره لري چې دغه هیواد د ایران او امریکې تر منځ د جګړې لپاره په میدان بدل نه شي، ځکه یې هم حکومت پر وړاندي توند غبرګون ښودلی، او په ولسي کچه یې لاریونونه روان دي.

 

Tags

Related Articles

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د منحرف تورات د انحرافی تفسیرونو ادامه به نوری خونړی پېښی هم رامنځته کړی.

Back to top button