حاجي دين محمد: حکومت د سولې عالي شورا د لغوه کولو هوډ لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۸ل): حکومت هوډ لري، چې د ولسي جرګې له لوري د سولې وزارت له تصويبېدو وورسته د سولې عالي شورا لغوه کړي.

د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد ويلي، د ګډ حکومت مشر اشرف غني واک ته د بیا رسېدو په موخه د سولې شورا اوسنی جوړښت لغوه کولو هوډ لري.

د حاجي دين محمد په وينا حکومت غواړي د سولې راتلونکې بين الافغاني خبرې د سولې چارو وزارت په مديريت کې ترسره شي.

حکومتي سرچينې هم وايي، ارګ د سولې عالي شورا له فعاليتونو خوښ نه دی، غواړي، د دې شورا اوسنی جوړښت له منځه يوسي او پر ځای يې د سولې پروسه د سولې په چارو کې د دولت وزارت په چوکاټ کې ترسره شي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني څو مياشتې مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رئيس عبدالسلام رحيمي په مشرۍ د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ او دا وزارت وړمه ورځ د ولسي جرګې له لوري تصويب شو.

په عين حال کې د ولسي جرګې يو شمېر غړي او کارپوهان پر حکومت تور پورې کوي، چې د حکومتي ادارو پر وړاندې موازي ادارې رامنځته کوي او د سولې د چارو وزارت يې هم د نمونې په توګه ياد کړي دي.

ځينې کارپوهان او څارونکي وايي، حکومت د سولې چارو وزارت د دې لپاره رامنځته کړی، چې د سولې پروسه انحصار کړي او له حکومته بهر سياستوال له دې بهيره وباسي.

پخواني جهادي قومندان او د هرات پخوانی والي تورن اسماعيل خان وايي، حکومت د سولې پروسه په خپل انحصار کې ساتلې او هڅه کوي له حکومته بهر سياستوال له بین الافغاني خبرو لرې وساتي.

د سياسي چارو کارپوه او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ارګ سلاګار شهزاده مسعود هم ويلي، چې د سولې لپاره ښه فرصت رامنځته شوی او حکومت بايد د دې پروسې په انحصارولو دا پروسه زيانمنه نه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دسولی دعالی شورا کی هغه غله، ډاکوګان، قاتلین، غاصبین، جګړه ماران……………. راټول سوی دی، چی هیڅ وخت سوله نه غواړی فقط خپل جیبونه ډکوی او بس.

اجمل
میلمه
اجمل

ته بیا راشه دی## ته ګوره. یو بیسواد خوسی بوتل انسان ده خبرو باندی نه پوهیږی هم یی ځان وشرماوه او هم یی نور. انګریزی د چی زده نده بیا چا خو مجبوره کړی نه یی درسته په پښتو خبری وکړه. د سولی په نوم د عالی شورا غړی باید ټول محاکمه شی په مفته مفته یی تنخاګانی واخستی څه یی کړی؟ الله دی همدا اوس ختمه کړی دا ناولی شورا. ټول پکی داړه ماران او ## را ټول شوی. یو مثال یی: د شورا معاون مولوی عطاالرحمن سلیم: دی ناولی د حج او اوقافو د وزارت پیسی غلا کړې… نور لوستل »