ټرمپ: په عراق کې زمونږ د سفارت سوځونې مسؤولیت د ایران په غاړه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ټرمپ پر ټویټر ایران د خپل سفارت په سوځولو تورن کړ او وې ویل چې ددې حساب به ورسره کیږي.

نن د بغداد په ګرین زون کې عراقي مظاهره کوونکو د امریکا پر سفارت برید وکړ، ددغه سفارت ممتلکات یې مات کړل، د سفارت په محیط کې دننه یې اورونه بل کړل او ګواښ یې وکړ چې تر هغو به لیري نه شي تر څو یاد سفارت تړل شوی نه وي.

عراقي حکومت او ولس وروسته تر هغه د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود کله چې د هیواد په جنوب الانبار ولایت کې امریکايي الوتکو د ولسي خوځښت پر جنګیالیو برید وکړ چې له امله یې د دوو قومندانانو په شمول ۲۵ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

د ولسي خوځښت په نامه شیعه ملیشې چې ملاتړ یې ایران کوي، امریکا یې ددوی پر قراردادیانو په بریدونو تورنه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د