شعـــــرونه

ای زما د وطن حاله؛ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

ای زما د وطن حاله
ای زما د ولس درده

نه شوې کم او نه کمېږې
ورځ تر بلې لازياتېږې

نوې نوې اندېښنې دي
ورځې شپې ډېرې ترخې دي

انسانان سړي خواره دي
او د ځان له غمه مړه دي

نور که هر څه هر څه کيږي
خو هيڅوک دې نه غږيږي

وحشي توره واکمني ده
زموږ په برخه بدبختي ده

شپه او ورځ مشفق درديږي
د وطن حال ته ځوريږي

ربه سم د وطن حال کړې
دا ولس مو نور خوشال کړې

۲۰۱۹ دسمبر ۳۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x