نړۍ

ايغوري مسلمانه: د چين په زندانونو کې پر ښځو شوي ظلمونه د زغملو نه دي «دوهمه برخه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۸ل): په چين کې د شرقي ترکستان سينکانګ ايالت يوې ايغوري مسلمانې «ګلبهار جلیل» د حکومت په جبري کمپ کې له يوه کال زندان وروسته رسنيو ته په دغه زندان کې د ليدلو ظلمونو او وحشت کيسې کړي دي.

ميرمن ګلبهار له الجزيرې تلويزون سره د خپلې مرکې په يوه برخه کې ويلي، حکومت به هره اونۍ د دوی زندان خونې بدلولې، تر څو ښځې له يوه بل سره پېژندګلوي ونه کړي، کله به چې کومه نجلۍ له ۲۴ ساعته او يا ۷۲ ساعته تنهايي زندانه راغله، سر به يې له سپږو ډک و، ټول بدن به يې تک شين او پړسېدلی و.

نوموړې وايي: «زما تر څنګ داسې نجونې ناستې وې، چې په ښي لاس ورته لس پيچکاري شوې وې، نوکان يې ايستل شوي وو، دوی خپل عقلونه له لاسه ورکړي وو، موږ هېڅ نشو کولی، موږ ټولو يوه بل ته نه شو کتلی، ځکه چې هېچا د دغه ظلمونو او وحشت د ليدو زغم نه درلود.»

هغه زياتوي، يوه ۶۲ کلنه مېرمن له دې امله بندي شوې، چې مصر ته يې سفر کړی و، بله د ترکيې سفر له امله بندي شوې وه او درېيمه مېرمن ليکواله او حقوقي وکيله ګلبهار عزيز له دې امله بندي شوې وه، چې د علامه محمد صالح تيليفون شمېره يې په مبايل کې وه او يوه مېرمن له يوې اونۍ شکنجو وروسته ليونۍ شوه، د مريم په نوم يوه ښځه له دې امله بندي شوې، چې څو کاله مخکې يې په مبايل کې «آمين» کلمه موندل شوې وه.

مېرمن ګلبهار جلیل وايي، د ۲۰۰ نجونو نومونه يې له ځان سره ليکلي، چې بې ګناه په زندانونو کې تر شکنجو او تعذیب لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x