افغانستان

مشرانو جرګه: د طالبانو او امریکا تر منځ مؤقت اوربند د طالبانو په ګټه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې طالبانو له امریکا سره د اوربند په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړي، د کابل حکومت د مشرانو جرګه وایي، که د طالبانو او امریکا تر منځ مؤقت اوربند وشي، حکومت ته به ګټور نه وي او د جګړې د شدت لامل به شي.

د مشرانو جرګې غړې «انارکلی هنریار» وايي « موږ د اوږده او هر اړخیز اوربند په تمه یو، مؤقت اوربند زما په نظر  نه کومه ګټه لري او نه هم کوم درد دواء کولای شي.»

د مشرانو جرګې یوه بله غړې «ګلالی اکبري» وايي « فکر کوم مؤقت، یو هفته ییز یا دوه هفته ییز اوربند کومه ګټه نلري، بلکې لا نور مخالفین تقویه کوي او دښمن ته د تصمیم نیولو وخت په لاس ورکوي.»

مشرانو جرګه داسې مهال د هر اړخیز اوربند په تمه ده، چې څه موده وړاندې داسې راپورونه ورکړل شول، چې ښودله یې امریکا له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې او د طالبانو رهبري شورا له سلامشورو وروسته یاد اوربند منلی؛ خو تېره ورځ طالبانو د یوې رسمي اعلامیې له لارې د «اوربند» په تړاو خپاره شوې راپورونه «افواهات» وبلل او یاده یې کړه، چې دوی د اوربند په تړاو هيڅ تصمیم نه لري.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، امریکا له طالبانو د جګړې د شدت د کمولو غوښتنه کړې وه او دوی په همدې تړاو سلا مشورې روانې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

معلومداره خبره ده کچیری طالبان له امریکا سره اوربند وکړی دا به د طالبانو په ګټه نوی ځکه چی ولس به وایی ګوری له کافرو سره یی اوربند وکړ خو مونږه د دوی له نظره له کافرو هم بدتره یو. لنډ مهاله اوربند کچیری سبب د دایمی اوربند کیږی ښه خبره ده. زما په اند اوربند، اوربند نشته او نه هم د سولی څه نښی ښکاری. ډیری وایی چی یوه سوله به کیږی حتی د طالبانو پخوانی مشران. دا هسی چڼه وهل دی طالبان څوک دی، څوک یی تمویله وی، دا ټول مهمات، خواړه، خرڅ تنخاګانی، دوا او بستر…. دا… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
اغلي انارکلي . د هند د حکومت څخه وغواړه چي مسلمانان ونه ځوروي . او هغه افغانان چي په هندوستان کي ژوند کوي د هغوی د ايستلو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي . که اوربند وسي او که ونسي دا ستاسو د صلاحيت او واک څخه وتلۍ تصميم دی. په دې خبرو دي سر مه خوږوه . اداري فساد ته توجه وکړه.

مجاهد

د غلامی اداری کشرانو او مشرانو جرګو ته چه د اشغالګرو له خوا وویل شی [[[ مرغۍ والوته دوی هم وایی مرغۍ والوته ]]]

عبدالله

دی کی درسره موافق یم.
خو تاسو ته هم چی تور پنجاب کوم پلان درکری دهغه مطابق روان یاست.اولس مو اوس شه پیژنی او داچی تاسو اوس توره تبه نیولی یاست چی کله اوربند منی کله نه دی هم اولس شه پوهیژی.
مجاهده! غلامی لکی نه لری ستا مشران چیرته دی؟ حتی ### یی دری کاله مخکی چیرته وو؟ نور هعه د اجمل صاحب خبری پورته تبصیره شته.

masoom afghan

انارکلي هنریارې! دا نازونه آدا ګانې د سعودي پاچا ته وکړه.
افغانستان خلګ دا سریالونو ډیلوکونو ته کوم چندانې توجې نه ورکوي.
اداري فساد افغانستان ملت ترستونې نیولی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x