روغتیا

د مالټو له دغو ګټو به نه یئ خبر؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ژمي موسم د راتلو سره سم د مالټو بېلا بېل ډولونه د نړۍ په شاوخوا کې راڅرګندیږي، دا یوه قدرتي، خوندوره او ځانګړې میوه ده چې ګڼ شمېر روغتیایي ګټې هم لري.

نوې څیړنې ښيي، مالټې د ګڼ شمېر ویټامینونو او نورو ګټو سربېره د زړه او وینې فشار ناروغیو مخنیوي لپاره غوره مېوه ده.

د مالټې هغه ګټې چې تاسې ترې نه یئ خبر:

موسمي ناروغۍ

په مالټه کې شته ویټامن سي د بدن دفاعي نظام پیاوړي کولو لپاره غوره دی، همدارنګه د موسمي ناروغیو او التهاب پر وړاندې غوره مقاومت او مخنیوی کوي.

وینې رګونه

مالټه کې ویټامن بي ۶، ويټامن سي، پوټاشیم او فایبر شتون لري کوم چې د زړه روغتیا لپاره ګټور دي، د یوې څيړنې له مخې هغه کسان چې له پوټاشیم څخه ډک خواړه کوي په دوی کې د وینې رګونو ستونزې لکه د زړه ناروغۍ یا فالج څخه د مړینې خطر ۴۹سلنه کمیږي.

هاضمې سیستم

د هاضمې سیستم خرابوالی بدن کې ګڼ شمېر ناروغۍ رامنځته کوي، د مالټې له ځانګړتیاو یې یو ددې په اسانه جذبېدل، او د هاضمې سیستم بې له کوم فشار څخه غوره کول دي، که معده مو کمزورې وي او یا مو هاضمه خرابه وي په سباناري کې مالټه وخورئ، په ورځ کې دوه وار مالټه خوړل غوره نتیجه ورکوي.

د معدې تیزابیت او سوزش

که تاسې له خوراک وروسته په معده کې د تیزابیت او سوزش احساس کوئ نو مالټه مو غوره درملنه ده، دا میوه د معدني مالګې څخه ډکه ده، چې د معدې تیزابیت کموي او هره ورځ خوړلو سره د معدې یا سینې سوزش ستونزه له منځه وړي.

بوډاوالی ختموي

مالټه کې د ویټامن سي کچه خورا لوړه ده، ویټامن سي د عمر په اوږدیدو سره بدن کې د رامنځته کېدونکي تخریب مخه نیسي، د مالټې خوړل یا ددې جوس څښل مو د مخ غونجوالی له منځه وړي، په دې کې شته منرالونه یوازې میټابولیزم نه ښه کوي بلکې پوستکی اواروي، تازه او چمکدار یې ساتي.

دفاعي وړتیا

د مالټو خوړل په یخ موسم کې عادت ګرځول دفاعي قوت پیاوړی کوي، کاربوهایډریټس، ګلوکوز، شکر او له نورو مادو څخه برخمنه دغه میوه د دفاعي قوت لوړولو یو له غوره سرچینو څخه ده.

کولیسترول

مالټه بدن کې د زیانمنو کولیسترولو کچه او اغیزونه کموي چې پر ځای یې ګټور کولیسترول زیاتیږي، په بله اصطلاح، هره ورځ مالټې خوړل د کولیسترولو کچه ټيټوي، چې د زړه حملې او فالج ګواښ کموي.

ویښتان او پوستکی

د ویټامن سي مناسبه اندازه بدن کې یوازې دفاعي نظام نه پیاوړی کوي بلکې د یو ډول پروټینو «کولیګن» اندزاه ثابته ساتي چې د ویښتانو او پوستکي لپاره اړینه ده، لکه څرنګه چې مالټه له ویټامن سي څخه برخمنه ده دغه راز په دې کې ویټامن ای هم شتون لري چې ویښتان تازه او مرطب ساتي.

ذهني کارکردګي

په مالټه کې شته اجزا لکه پوټاشیم، ویټامن بي ۹ او د اکسایډ ضد مادې د ذهني وړتیا لپاره غوره ښودل کیږي، پوټاشیم دماغو ته د وینې جریان زیاتوي او د عصبي فعالیت لوړولو لپاره د تمرکز کول اړینوي.

امیندوارې میرمنې

په دې میوه کې موجود بي ویټامینونه او د فولک اسیدونه د امیندوارۍ پرمهال ښځې ته ګټور ثابتیږي، بدن کې د فولک اسیدونو کموالی ماشومان د پيدایښتي کم وزن له ګواښ سره مخ کوي.

ددې سربېره مالټه یا کینو خوړل مو معده لا هم پیاوړې کوي، د قبضیت، بد هضمي او نورو ستونزو په مخنیوي کې غوره ثابتیږي، همدارنګه د وینې فشار کچه هم نارمل ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx