افغانستان

د سرپل ولایتي شورا: که امنیت ته پام ونه شي، مرکز به سقوط شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سرپل ولایت د ولایتي شورا رییس «محمد نور رحماني» وايي، که د سرپل ولایت امنیت ته پاملرنه ونشي، دا ولایت به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

محمد نور رحماني دغه څرګندونې تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وکړې، نوموړي وویل « د کوهستاناتو، ګوسفندې، سنچارک، سوزمه قلعه او صیاد ولسوالیو سقوط به د سرپل د مرکز د سقوط لامل شي او هغه مهال به بیا د مرکزي او سیمه ییزو چارواکو پښېماني هیڅ ځای نه نیسي.»

د سرپل ولایت چارواکي داسې مهال ددې ولایت د مرکز د سقوط کېدلو په اندېښنه کې دي، چې د کابل حکومت امنیتي چارواکو په بېلابېلو ولایتونو کې ژمني عملیات په لاره اچولي او هره ورځ د طالبانو د ځپلو ادعا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x