نړۍ

عراق کې تاوتريخوالی: امريکا بغداد کې د خپل سفارت ژغورنې لپاره اضافي پوځيان لېږلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا متحده ايالتونو ويلي، د عراق پلازمېنې بغداد کې يې د خپل سفارت ژغورنې لپاره نوي پوځيان ځای پر ځای کړي دي.

امريکا بغداد کې دا عسکر په داسې حال کې خپاره کړي، چې تېره ورځ پارلېدلو لاريونوالو د امريکا پر سفارت برید کړی و او سفارت يې سوځولی و.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و، د دې برید تر شا د ایران لاس دی او خبرداری يې ورکړی و، چې له ایران سره به د دې بريد په اړه حساب کتاب کيږي.

د امريکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ وايي، په بغداد کې يې د خپل سفارت د ژغورنې لپاره اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د امريکا مرکزي قومندانۍ په خپل ټويټر پيغام کې د دفاع وزير له قوله ليکلي: «موږ د امريکايي هېوادوالو او د امريکا سفارت ژغورنې لپاره سمندري ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.»

د دفاع وزير ويلي: «اپاچي چورلکې بغداد کې د امريکايي سفارت ساتنه کوي.»

په عراق کې د ټولنيزو شبکو يو شمېر فعالانو هغه ويډيوګانې خپرې کړي، چې امريکايي عسکر د سفارت په ودانۍ کې محاصره دي.

په عراق کې د امريکا پر ضد له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وروسته تر هغه پيل شول، چې د تېرې يکشنبې په ورځ امريکا د عراق په جنوب الانبار ولايت القائم سيمه کې د ایران پلوو شيعه ملېشو مرکزونه په نښه کړل او په دغو عملياتو کې د دوو قومندانانو په شمول ۲۵ ملېشې وژل شوي او له ۵۰ کسان ټپيان شوي وو.

امريکا وايي، ایران پلوې شيعه ملېشې يې ځکه په نښه کړي، چې څو ورځې وړاندې يې يو امريکايي ملکي وژلی و.

د عراق سرپرست حکومت وايي، د وروستيو بريدونو له امله يې له امريکا سره اړيکې ترينګلې شوي او د عراق يو شمېر پارلماني وکيلانو د امريکايي عسکرو د وتلو غوښتنه کړې ده.

د عراق حکومت ويلي، له امريکا سره په اړيکو بیا کتنه کوي، تر څو د هېواد او خاورې خپلواکۍ په اړه له سره پلان ونيول شي.

د رپوټونو له مخې عراقي چارواکي اندېښمن دي، چې هېواد به يې د امريکا او ایران د جګړو او تاوتريخوالي په مرکز بدل شي.

د يادونې وړ ده، چې د عراق لومړي وزير عادل المهدي له دوو مياشتو پرله پسې مظاهرو وروسته څو ورځې مخکې له خپلې دندې استعفا ورکړې او اوس هلته سرپرست حکومت فعاليت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x