افغانستان

«تېر کال د بشري حقونو وضعيت تر پخوا خراب و»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي، تېر ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت تر پخوانيو کلونو خراب و.

د بشري حقونو د کميسيون کمشنر او وياند شکرالله مشکور رسنيو ته ويلي، په افغانستان کې د پراخې او اوږدمهالې جګړې له امله د قانون حاکميت کمزوری دی.

د ښاغلي مشکور په وينا د روانې جګړې او تاوتريخوالي له امله د افغانستان حقوقي، اقتصادي، ټولنيز، سياسي او مدني وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د بشري حقونو د کميسيون وياند زياته کړې، چې د روان بشري وضعيت په اړه د يوه راپور په چمتو کولو کار کوي او د لومړنيو موندونو له مخې وضعيت تر پخوانيو کلونو بدتر شوی دی.

د بشري حقونو کميسوين د ملګرو ملتونو د راپور له مخې وايي، يوازې د جګړو او طبيعي پېښو له امله له اوو ميليونو زيات خلک زيانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو راپور زياتوي، په افغانستان کې نږدې څوارلس ميليونه وګړي د خوړو تامين له جدي ګواښ سره مخ دي.

راپور کې راغلي افغانستان به په نوي ۲۰۲۰ کال کې تر ډېره د خپلو بشري او اقتصادي اړتياوو پوره کولو لپاره بهرنيو مرستو ته اړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x