افغانستان

طالبانو د تير کال د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ«انځورونه»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبانو په افغانستان کې د تير ميلادي کال د ملکي تلفاتو خپور کړ چې له مخې يې ۸۷۰۷ تنو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون له لوري په خپاره شوي دې تقصيلي راپور کې راغلي دي چې تير کال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ټولې ۲۲۹۱ پيښې ثبت شوي دي چې ددې له جملې څخه ۲۰۷۹ پيښې د امريکايانو او دولتي ځواکونو له لوري رامنځته شوي دي او پاتې نوريې يې د داعش ډلې او ترافيکي پيښو له امله رامنځته شوې دي.

د راپور له مخې په دې ۲۲۹۱ پيښو کې په ټوليزه توګه ۸۷۰۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۵۴۲۳ يې وژل شوی دي او ۳۲۸۴ يې ټپيان شوي دي چې دا په تير کال کې د ملکی تلفاتو ۹۴ سلنه جوړوي او نور شپږ سلنه يې د داعش، نامعلومو وسله والو او ترافیکي پيښو کې وژل شوي دي.

همدا راز په راپور کې د امريکايي او افغان ځواکونو له لوري د شپنيو عملياتو او چاپو په لړ کې د ۱۳۰۷ تنو ملکي وګړو د زنداني کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د راپور د معلوماتو په اساس په ۲۰۱۹ ميلادی کال کې د ملکی تلفاتو سربيره ځينې عام المنفعه تاسيسات هم د امريکايي ځواکونو له لوري په چاودېدونکو توکو نړول شوي دي چې په کې ۱۰۲ جوماتونه په بشبړه توګه له منځه تللي، د ۱۴ جوماتونو دروزاې نړول شوي، ۱۸ بابه ښوونځي، ۲۰ روغتيايي کلينيکونه او مراکز، ۱۶۵۰ د عامو خلکو کورونه، ۱۱ ديني مدرسې، ۶۲۷ د ملکي وګړو د کورونو او دوکانونو دروازې، ۲ هوټلونه، ۲۸۱ لوی او واړه موټرونه او ګڼ شمير نور د ملکي وګړو موټرونو او توکي له منځه تللي دي چې په کې ملکي وګړو ته په ميليونونو افغانۍ مالي زيان اوښتی دی.

طالبانو په دې راپور کې ويلي دي چې «د افغانستان اسلامي امارت دسمع شکاياتو او ملکي تلفاتو دمخنیوي کمېسيون د اسلامي امارت په استازيتوب د يرغلګروټول دغه بشرضدجنايات په کلکو ټکو غندي او په ډاګه کوي چې ذکرشوي ټول بشرضد جنایات د امريکایانواو د هغوی د ملګرو لخواترسره شوي دي، یادکمېسیون پر نړیوالو بې پرې ادارو او بشري نهادونو باندي ږغ کوي، چې د دغه جنایاتو چې په بي دفاع ملکي هیوادوالو باندې ترسره کيږي کلکه پوښتنه، څیړنه اوغندنه وکړي.
موږ باور لرو چې امریکایان او ملګري به يې د وحشتونو په تر سره کولو او زیاتولو سره هيڅکله هم ونه توانیږي، چې خپل شوم اهداف تر لاسه کړي، بلکې په داسي اعمالو سره له خپلې اصلي څیرې څخه پرده پورته کوي. »

په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څو بيلګې هم په دې توګه وړاندې کړي دي.

د امريکايانو د وحشت څو بېلګې:

(۱):ـ- هلمند موسی قلعه بازارته څيرمه په کونجک کلي ګډو یرغلګروځواکونو دواده په مراسمو بمبار دکې دمیرمنو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان شهیدان اوټپیان کړل،د دغه ستر جنایت په نتیجه کې د واده د مراسمو ۱ ټونس ۲ سراچه موټر، ۶ کورونه په چاپه او بمبار دکې بشپړ ویجاړ شوي، شهیدان ۳۰کسان ټپیان ۲۰.


(۲):- فاریاب:د گرزیوان ولسوالی اړوند سرچکن سيمه کې د دښمن بې ۵۲ ډوله الوتکو د ملکي خلکو پر دوو کورونو د شپې پر ۱۲بجو بی رحمه بمبار د وکړ چې له امله يې په دواړو کورونو کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون (۱۵) تنه عام وکړي شهیدان او زخمیان شول، چې نومونه يې په لاندې ډول دي.شهیدان:۱ زین الله۲محب الله ابن زین الله۳ بی بی رقیه زوجه زین الله۴شمس الله ولد زین الله۵ عاصه بنت زین الله۶ نازیه بنت زین الله۷ سلام ولد صدیق الله۸سبحانیه بنت حبیب الله۹ هاجره بنت حبیب الله۱۰فتانه بنت حبیب الله۱۱ حزافه بنت حبیب الله۱۲ زینب بنت محمدنبی شهیدان ۱۲، ټپیان ۱ خالد۲خلیل ۳خیرمحمد تخریب سرایونه ۲


(۳):-اروزګان ولایت : د چهارچینو ولسوالۍ دسیګزي او زمبوري  په سیموکې  دښمن چاپه وهلي  دچاپې په مهال  یې دملکي خلکو ۳ کورونه په بشپړه توګه بمباردکړي  او دمیرمنو اوماشومانوپه شمول یې  ۲۶ تنه کلیوال  په  شهادت رسولي  دي ،همداراز  د اروزګان ولایت د خاص  اروزګان ولسوالۍ  د شیخي ، نیکروز،  بادینزو  او شیخانو په سیموکې  تېره ورځ  یرغلګرو پهملکي خلکو هوایي   بریدونه  کړي چې  د ۲ تنه  ماشومانو اویوې انجلۍ په شمول  ۹ تنه کلیوال یې  شهیدان کړي 8/30/2019م

(۴):-میدان وردک ولایت : دسید اباد ولسوالی اړوند دتنګى دره دجوي زرين د کلى دانجنیر عبد الله په موتر داشغالگرولخوا هوایی برید ترسره شو په نتیجه کې یۍ دیوی کورنې ۷ کسان په شهادت ورسول، ۱ انجنیر عبدالله ۲ شعيب ۳ شاه رسول ۴ محصل حبيب الرحمن۵ ډاکتر ګل رحيم۶ محب الله ۷ماشوم رحمان الله شهیدان ۷ویجار شوی موتر ۱2019/سپتامبر/9

(۵):- غزني:د شلګر ولسوالۍ د کمال خیلو بازار ورسره د خدوخیلو اوکمال خیلو کلیو باندې امریکایانو اوددوي داخلي غلامانو چاپه ووهله دملکي خلکو ۸۰ بابه دوکانونه یۍ سوزولي، قیمتې توکي یې ورڅخه غلا کړي، د ګڼو کورونو دروازې يې په بمونو الووزولي،شخصی موټرسیکلونه اوموټریی سوځولي اوملکي خلک يې وهلي او ډبولي دي.2019/9/15م


۶:بغلان: ملکي تلفات
30/8/2019 م د بغلان ولايت پلخمري ولسوالۍ اړوند د زغريو سيمه د سرورالدين په کلي کې دعبدالله کورباندې دگوداگيانو لخوا د هاوان مرمۍ لگېدلې، چې له امله يې یوه مېرمن شهيده، دوې ميرمنې او دوه ماشومان ټپيان شوي دي. په دې پيښه کې يو کلینیک هم په مکمله توګه ويجاړ شوی دی،شهيدان:زنانه: 1ټپيان: ماشومان 2 میرمنی:2

۷:لغمان:
24/8/2019 م د الينګارولسوالۍ دسنګرمياخيلوپه سيمه کي يرغلګروامريکايانو او دهغو ی اجيروغلامانو لخوا د شپې په لسوبجوباندي چاپه اچولي مالي او ځاني زيانونه یۍ اړولی دي په سيمه کې یی ډير وحشت کړی حتی په ونو کې مرغان هم په هلاکت رسيدلي د ملکي هيوادوالوکورونو ترڅنګ دوکانونه هم لوټ شوي،د شهيدانو نومونه په لاندي ډول دي.
1: محمدګل ولدميراګل عمر45کلن اولادونه 6
2: زهيم ولدمحمدګل عمر25اولادونه 2
3: ملا عثمان عمر45 کلن اولادونه 8
د زخميانو نمونه په لاندې ډول دي.
1: سيد ياسر ولد سيدجلال آخندزاده عمر25 کلن اولادونه 4
2: فيضان الله ولدسيدجلال آخندذاده عمر18 کلن مجرد،شهيدان3 ، ټپيان:2


۸: پکتيا:
12/8/2019 م وحشي ګډو ځواکونو د ښوونکو او محصلينو په ګډون ۱۱ تنه ولسي وګړي شهيدان کړي، (دوشنبه، دزرمت ولسوالۍ پورې اړوند «کلالګو» سيمه کې امريکايي ځواکونو د خپلو داخلي عسکرو په ملتيا د ولسي وګړو په کورونو چاپه اچولې ۱۱ تنو ولسي وګړو چې زياتره يې د اختر د رخصتۍ تېرولو په نيت خپلو کورونو ته راغلي وو شهيدان کړل، د خلکو د کورنو دروازې ېۍ په بمونو الوزلې او ګڼ شمېر نقليه وسايطو ته يې اور ورته کړي،شهيدان.
۱- استاد شفيع الله ولد ډاکتر الفت د کلالګو ليسه کې د فزيک څانګي استاد
۲- قاري انعام الله ولد ډاکتر الفت د مدرسې طالب العلم
۳- انصارالله وقاص ولد ډاکتر قدرت د پکتيا پوهنتون تعليم او تربېې دوهم کال محصل
۴- حيات الله ولد محمد مختار کابل کې د يوې خصوصي ليسې استاد
۵- راحت الله ولد عبدالله محصل او په غزني ولايت کې دوکاندار
۶- حکمت الله ولد عبدالله دولت زايو ليسه کې استاد
۷ـ نصرت الله ولد عبدالله محصل او په غزني کې دوکاندار
۸- محمد آصف ولد عزيزالله دولت خان عالي ليسه کې مدير
۹- فدامحمد ولد محمد يوسف دهقان
۱۰- نصرالله ولد دورک دهقان
۱۱ـ فتح الله ولد جمعه ګل دهقان،امریکایانو اومزدورې ادارې په داسې مهال د افغانان شهیدانولو ته ملا تړلي، چې اسلامي امارت د اختر په مناسبت د جګړې په ډګر کې نيول شوي عسکر د لارې له مصرف سره يو ځای کورونو ته لېږلي او د اختر له پيل تر دې دمه یۍ هيڅ بريد نه دی ترسره کړی.


(۹):- پکتيکا: 9/8/2019 م اشغالګرو اودکابل ادارې ټوپکيانودسرحوضې ولسوالۍ اړوند مارزکو کلي باندې چاپه ووهله، ګډو وحشيانو د دغه جنايت پر مهال د خلکو کورونو او د کلي د جوماتونو دروازې په بمونو والووزولې، ۲ تنه له اومنې ولسوالۍ راغلي مسافر يې له جومات څخه را ايستلي او په ډېر وحشت يې په شهادت رسولي دي. شهيدان:2


(۱۰):-تخار: د ۱۴۴۱ د محرم د مياشتې د ۱۱ت څخه تر ۱۴ پورې د تخار ولايت د ينګي قلعه په مختلفو سيمو او کليو کې د امريکايي وحشي بمباردله کبله تلفات په لاندې ډول دي. شهيدان۱: محمدظريف او ميرمن يې د پای شافيه د کلي اوسېدونکی۲:نعمت الله ولد الحاج اکرم قريه افغانيهټپيان۱: مستری حبيب الله ولد ملانصرالدين ۲: د مستري حبيب الله لورقريه رحيم آباد: د شهر کهنه جامع جومات او ورسره د مدرسې اطاقونه: تخريب شوی مکتب : د عمر خيلو مکتب. تخريب شوي کورونه
۱: محمدظريف ولد شيرجان خان قريه شهرکهنه
۲:سوير ولد تاش فولاد قريه پايشافی ها
۳: همايون ولد رويدار قريه شهر کهنه
۴:اکرم بای قريه افغانيه
۵:پهلوان ولد ايرل قريه جيتوشهيدان2ټپيان:2شهيدکړی شوی مسجد:1تخريب شوی مکتب1تخريب کورونه: 5
(۱۱):-خوست:۱۵/۱/۱۴۴۱هـ ق مطابق15/9/2019 م د صبري ولسوالی اړوندسوری پاڼ سیمه کې د شپې مهال ګډو ځواکونو چاپه وهلې دښمن دچاپې پرمهال ۲۰ تنه ملکی وګړي يې له ځان سره وړي.بنديان
۱ ګل نبی خان ولد محمدنبی
۲ مطيع الله ولد بادشاه نور
۳ رحمت هادي ولد وړيکی
۴ ګل مت خان ولد ګل نبی خان
۵ عبدالهادی ولد حاجی خان
۶ هديت الله ولد ربيع ګل
۷ وهاب ولد رحمت ګل
۸ ساميل ولد شفق
۹ نصرالدين ولد خان بهادر
۱۰ سميع الله ولد محمد علي
۱۱ رحمت ولد شفق
۱۲ نورشريف ولد خان بهادر
۱۳ نبی رحمن ولد اخلاص ګل
۱۴ حبيب ولد رحمت ګل
۱۵ احسان الله ولد خون
۱۶ جلال ولد سيدامين شاه
۱۷ قريب الله ولد سمندر
۱۸ نصرالدين ولد مظفرخان
۱۹ صالح رحمن ولد اخلاص ګل
۲۰ بادشاه ولد اختيارګلاسيران:20
(۱۲):- د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ اړوند د شمشخيلو په کلي د مزدورې ادارې عسکرو لخوا په قصدي ډول د ملکي خلکوکورونه په نښه شول د بيس څخه د غرني هاوان فائرونه په عام ميشته کورونو باندې وشول چې له امله يې يو کورتخريب دمیرمنواو ماشومانو په ګډون ديارلس (۱۳) تنو ته مرګ ژوبله واوښته ۷تنه شهيدان او۶ تنه ټپيان شول
شهېدان
ـ ۱ ـ محمدايوب دمحمدآمين ځوي ـ ۱۹ ـ کلن
ـ ۲ ـ محمدآصف دمحمدآمين ځوی ۱۶ ـ کلن
ـ ۳ ـ فولاد دمحمدآمين ځوي ـ ۹ ـ کلن
ـ ۴ ـ بلال د محمدآمين ځوي
ـ ۵ ـ ګل خوبان د خير محمد ځوي ـ ۲۵ ـ کلن
ـ ۶ ـ عبدالجباردشاه مردان ځوي ـ ۱۲ ـ کلن
ـ ۷ ـ د فيض الله لور ـ ۸ ـ کلنه ټپيان
ـ ۱ ـ عبدالحميد د محمد هاشم ځوي ـ ۱۰ ـ کلن
ـ ۲ ـ سميع الله دنصرالله ځوي ـ ۱۱ ـ کلن
ـ ۳ ـ نويد د داديخان ځوي ـ ۹ ـ کلن
ـ ۴ ـ د معنا لور ـ ۳۵ ـ کلنه.شهيدان: 7ټپيان:8


(۱۳):- لغمان::۱۲/۲/۱۴۴۱هـ ق مطابق11/10/2019 م د علينګار ولسوالۍ اړوند نازيانو، قلعه ټک، چارقلعه، او خواوشا کلیو کې وحشي ګوډاګيانو او خارجي عسکرو سخت ظلمونه وکړل شپږ تنو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده درې تنه ملکي کسان يي په خورا ظلم په شهادت رسولي دي.شهيدان
ـ ۱ ـ باتور د حمدالله زوی
ـ ۲ ـ محراب الدين د معلم برکت الله زوی
ـ ۳ ـ عبدالقهار د حاجي نيازمحمدزوی
دوه تنه نور ملکي کسان يې ټپيان کړي دي
ـ ۱ ـ حمدالله د دين محمدزوی
ـ ۲ ـ احسان الله د حمدالله زوی او يوتن بل هدايت الله د لعل محمد زوی يې له ځان سره د بندي په توګه وړی ده.په پيښه کې ـ ۷ ـ کورونه لوټ کړي، نقدي پيسي، قيمتي اجناس وغيره اشياء يي ترينه وړي دي.شهيدان دري تنه ـ ۳ ـ ټپيان دوه تنه ،۲،اسيريوتن ـ ۱ ، لوټ شوي کورونه اوه ،۷ ـ

(۱۴):- خوست:۲/۴/۱۴۴۱هـ ق مطابق: 29/11/2019 م دعلیشیرو ولسوالی مربوطاتو کې دبهرنیو ځواکونو د ډرون الوتکی په برید کی د یو ماشوم په ګډون د یوی کورنۍ شپږ غړی په شهادت ورسېدل.پېښه په داسی حال کی رامینځته شوه چی دیوې کورنۍ غړي په روغتون کی د ماشوم له زیږون وروسته په یو موټر کې بیرته خپل کور ته په لاره وو چی ډرون الوتکې ورباندې برید وکړ چی له امله یی دری میرمني دوه نارینه او یو نوی زیږیدلی ماشوم په شهادت رسیدلی دی،شهیدان: میرمنی:3 نارينه:2 ماشوم:1 تخريب شوی موټر:1
(۱۵):-کندز:
۱۱/۳/۱۴۴۱هـ ق مطابق: 8/11/2019 م چهار دره سرک بالا ساحه ته په تاریخ 1441/3/10 د دښمن صفر ۱ قوه چې امريکايان هم ورسره وود عملياتو په موخه راغلی وو، دوې ورځې يې تيرې کړې، عام مسلمانان یی دخپلو سيمو څخه بې ځایه کړل، د کندز ښار ته مهاجرشول، وحشی قوې د راتلو سره د عامو مسلمانانو 4 عرادې موټر سائیکل سوزولی دی، دری 3موټرسيکلان يې له ځانه سره يوړل. او 5 کورونه يې تخريب کړل. د هغه کسانو نومونه چې کورونه یې تخريب شوي دي.
1:محمود ولد عبدالرحمن.
2:عبد الحمید ولد عبدالسلام دوکان چورشوی په لسګونو زره افغانۍ تاوان یې ورته اړولی کلی حاجی رحمت.
3: حبیب الله ولد اسماعیل کلی یعقوب بای.
4: محمدنور ولد الله نور کلی چهار شهیدکورتخریب.
وحشي ځواکونه عامو خلکو ته ځاني تلفات هم اړولي دي او عام ملکيان يې شهیدان او تپيان کړي دي.
۱: دحاجی محمدخان لمسۍ شهیده شوې عمر 16کاله.
۲: د حاجی محمدخان نږورزخمی.
۳: دحاجی محمدخان بله نږورزخمی شوی
۴: بي بي زهرا بنت محمد یاسین زخمی شوی عمر 4 کاله.
۵: بی بی اسماء دری کلنه بنت فدا محمد زخمی شوې,
۶: محمد ادریس ولد عبدالحفیظ زخمی عمر 5 کلن
۷: محمدنعیم ولدمحمودزخمی 30کلن
۸: محمود ولد ادینه 80کلن زخمی شویشهيدان: 3ټپيان : 7تخريب شوي کورونه : 4
د کان تخريب شوی :1
۱۶: پکتيا: ۸ /۳/۱۴۴۱هـ ق مطابق: 5/11/2019 م د زرمت ولسوالی د کولالګو بټی بازار باندې يرغلګرو ګډو ځواکونو چاپه واچوله. تقريباً ددری سوه (300) دکانونونو دروازې او قلفان یۍ مات کړل. له دوکانونو څخه يې قيمتي اجناس غلا کړل. د مبائل پلورنې دری (3) دوکانونه. دری د خوراکي موادو دوکانونه یۍ لوټ کړل د يوه دکان ټول مبائلونه يې غلا کړي دي. پنځه (5) موټرسائيکلان يې وسوزول. يو هوټل يې مکمل په ماينونو الوزولی دی. د يوه بارګين د اوه (7) موټرو ښيښ یېې ماتې کړي دي. د بازار دکانداران يې وهلي او ډبولي دی. له بازار سره نږدې کورونو 20 دروازې يې منفجرې کړي دي. یو نفر خان محمد د خيرالدين ځوی يې شهيد کړی دی (١) د اوبو برمه يې د ډرون په برید تخريب كړې. له كورو يې غلاوې كړي. د صرافي له دوكانه د (٢٠) زرو د موبايل كارتونه وړي او د ځینو دوكانونه يې پيسې اوخوراكي توكي یې وړي.
د دکانونو دروازې ماتې کړی شوي:300سوزول شوي موټرسائيکلان:5 تخريب شویهوټل:1د موټرو شيشې ماتې کړی شوې:7 موټراند کورونو دروازې منفجر شوې:20شهید:1غلا شوي د مبائل کارتونه: 200000 افغاني

۱۷: لوګر::۱۲/۴/۱۴۴۱هـ ق مطابق:9/12/2019 م د برکي برک ولسوالی په ده شيخ کلي کې د غلامی اردو د ډیسي توپ مرمی لګېدو له امله څلور ماشومان شهيدان شوي دی. د ياد کلي اوسېدونکو د وژل شویو ماشومانو مړي د اعتراض په توګه د لوګر ولايت مقام ته راوړي دي. دغه ماشومان غره ته د خس او خاشاک ټولولو باندې بوخت وو چې شهیدان شول. د شهيدانو نومونه:
۱: حامد ولد عمر ګل.
۲: امید ولدعمرګل.
۳: نیک محمد ولد ګل محمد.
۴: ارشاد ولد حاجيګل.
شهیدان: ماشومان:4

۱۸: کاپيسا: ۲۶/۴/۱۴۴۱هـ ق مطابق 23/12/2019 م دکاپیساولایت د نجراب ولسوالی اړوند دعین دری اوپچغان درې باندې وحشي دښمن د اجیرو غلامانو دالوتکو په مټ په عام مېشته کورونو چاپه واچوله،دعاموخلقو کورونه يې بمبار دکړل لوکاخیلوکلي کې دعبدالقهارکور یې بمباردکړ. اوکور په مکمله توګه باندی تخریب کړی شوی پخپله عبدالقهار زخمی اومشره لوريې هم زخمي ده،د شهيدانو نومونه
١ ۔ امید دعبدالقهارځوی.
٢ سمیرآغا ولد شاکر.
۳ ماریه بنت شاکر.
۴: د عبدالستار ميرمن.
۵: مریم بنت رمضان .
۶: ملیحه بنت رمضان.
۷: شمیلا بنت رمضان.
۸: : دبهرام خیلوکلی کی دوه کسه
۹: میرآغا دګل آغاځوی شهید
۱۰خان زاده دګل آغاځوی شهیدد دواړو وروڼو موټر سائيکل هم سوزول شوی دی.دوه کسان زخمیان دي،
۱: جمیل آکا.
۲: جمیل دعبدالقهار ورور زخمي دی.اسیران
۱:نسیم دملک بابه جان ځوی.
۲:آصفخان د ملک بابه جان ځوی.
۳: صبرالله دعبدالرازق ځوی.
۴:ظاهر آکا د فدامحمدځوی.
۵:دستګیر دفقیر محمدځوی
۶:قدرګل د ملکسیداکبرځوی.
۷:رحمتګل.شهيدان: 10ټپيان:3اسيران: 7

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
طالیبانو د ملکی تلفات سل په سله پړه په داعش او دولت اچوی،نو پوښتنه،
ایا تاسو طالیبانو پروسږکال حلواګانی ویشلی؟هیڅ ملکیان مو ندی وژلی؟
د کابل ششدرک چه ۵۰۰ ماشومان ځانمرګیو ونه خوړل؟
مولانا الحاج ریحان لوی عالیم په سره روژه د جمعه ورځ ۳۰ تنو مقتدیانو سره ملکیان نه وه؟
راپور مو دوباره اصلاح ځانونه هم پکی ولیکی.
هم مو وژنی هم مو نه منی.له دی پټه خوله مو بهتره ده،

جميل

انا لله وانا اليه راجعون
ځنی بی احساسه ړانده او کاڼه د غلامانو بچوړی او د کفارو بی منطقه او جاهله ### مالان به بيا همدا شخوند وهی چی طالبان په مسجدو او مدرسو کی ځان وژنی کوی ، تف او لعنت دی وی پر داسی درواغجنو بی ضميره او بی وجدانه شيطان صفتو انسانانو .
ای منتقم ذاته د دی مظلومو انتقام خو له ظالمو واخله او د موئمنينو سترګی او زړونه په يخ کړه ، امين يارب العالمين .

عبدالله

په تیرو سو کلنو کی د امریکایی عسکرو مرداریدل: په ۲۰۱۹ کی ۱۷ په ۲۰۱۸ کی ۱۳ په ۲۰۱۷ کی ۱۱ په ۲۰۱۶ کی ۹ په ۲۰۱۵ کی ۱۰. دافغانستان د قتل شوو عساکر تعداد تقریبا ۷۰۰۰۰ نفره. د عام خلگو تعداد تقریبا ۱۰۰۰۰۰ نفر. د طالبانو تعداد دی خپله مجاهد او جمیل ووایی. عجیبه ده جمیله! جهاد دی د کفر سره دی خو په تول یو کال دی ۹ کافر مردار کری؟ دا سنگه جهاد دی چی په واده کی عام خلگ شهیدوی په مسجد کی اولس شهیدوی خو په قطر د همدی سور بریتو کافرو سره تاسی پینیری… نور لوستل »

عبدالله

جمیل! ساده پوشتنه د کابل په یو هوتل کی زانمرگی وسو تا وویل دا شه کار وسو، دا په کوم شرعی دلیل؟ نور نو ته خپل د جهالت او بی علمی او ظلم سنگه مثالونه غواری؟ سونفره شزی او معصوم ماشومان هغه واده کی شهید شول. ظالمه ستا کله کی سه شی پراته دی؟

اجمل

هغوی خو ستاسو په خبره کافران دی، تاسو چیری فریشتی یی. ستاسو ظلمونه او وژنه هم له هغوی نه کمه نوه. څومره انتحاری حملی مو وکړی، پر هوټلونو، پر غونډو او پر جوماتونو. حتی د سیرت النبی پر غونډه مو هم انتحار وکړ، مولوی صیب ریحان مو ووژلو، د زنبق په چهاراهی کی مو په سلګونو کسان له صحنی څخه ورک کړل او داسی نور. الله مو دواړه تباه او ورک کړه. ندی حکومت پاتی شی، نه امریکه او نه هم طالبان. ورک شی او تباه شی. د امریکی او آی اس آی ## په اصل کی تاسی طالبان یی.… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x