افغانستان

ملي امنیت شورا: اوربند د افغان سولې له پروسې سره مرسته کولای شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې طالبانو د اوربند په تړاو خپاره شوي راپورونه «افواهات» بللي او اوربند یې رد کړی، د کابل حکومت د ملي امنیت شورا اوربند د افغان سولې په پروسه کې مرسته کوونکی او د باور جوړولو لپاره اړین بولي.

د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» په خپل ټويټر لیکلي « د طالبانو له لوري اوربند او د ګاونډیو او ملګرو هیوادونو هڅې به باور جوړ کړي او د افغان سولې په پروسه کې به مرسته وکړي، د جګړې کموالی افغانانو ته بسنه نه کوي.»

نوموړي زیاته کړې « موږ ډیالوګ ته اهمیت ورکوو؛ خو ځواکونه مو د هیواد دفاع ته تر بل هر وخت ټینګ ولاړ دي.»

محب ددې تر څنګ تېر شوی میلادي کال د لاسته راوړنو او چلینجونو ډک یاد کړی او د داعش په وړاندې يې د بریا ادعا کړې.

محب داسې مهال په اوربند ټینګار کوي، چې طالبان وايي، د اوربند کوم تصمیم نه لري او د رهبرۍ تر مینځ یې دجګړې په کمولو مشورې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

داسی ښکاری چی د دی امريکايی پښتو او فارسی ليک ندی زده
ای د امريکی چرګوړی ! څه چی طالبان او امريکايان يی فيصله کړی هغه به منی ، ټوله نړی مو پيژنی چی غلام ياست .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x