
ټرمپ: د ایران سره جګړه نه غواړم او نه یې تمه لرم
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته تر هغه چې په بغداد کې د امریکي سفارت ځیني برخې وسوځول شوې او ټرمپ دغه کار د ایران مسؤولیت وباله، د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي د ایران سره نه جګړه غواړي او نه یې تمه لري.
کله چې د نوموړي څخه پوښتنه وسوه چې د ایران سره اوسنی پرمختګ به په جګړه بدل شي کنه، ټرمپ ژورنالیستانو ته وویل: ایا زه جګړه غواړم؟ نه. زه سوله غواړم او د سولې خوښوونکی یم. ایران هم باید تر بل هر چا زیات د سولې غوښتونکی سي، فکر نه کوم چې جګړه به را منځته شي.
ټرمپ تېره ورځ د امریکا پر سفارت د برید وروسته پر ایران تور پوري کړی وو چې د امریکا قراردادیانو باندي يې په عراق کې برید کړی او د امریکا د سفارت سوځولو مسؤولیت یې هم د ایران بللی وو.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ عراقي احتجاج کوونکې د بغداد په ګرین زون کې د امریکا سفارت ته ننوتل او هلته یې ځینو برخو ته اور ورته کړ. ځکه چې دوه ورځې وړاندي امریکايي ځواکونو د ولسي خوځښت په نامه د شیعه ملیشو پر مرکز بمبار وکړ چې له امله یې ۲۵ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.
ټرمپه ! په افغانستان کی ستاسو زور وختی او ويلی سو د بل سره د ټکر وس ندی درپاته ، کنه ايران خو پخوا لا ستاسو د شيطانی مثلث يو اړخ و ، روسانو هم د افغانستان تر يرغل دمخه لوړو او ليری الوتنو ته وزرونه ترپول خو په افغانستان کی يی وزرونه مات سول .