ټولنیزه برخه

نوی کال څنګه پيل کړو؟

فضل باري مشفق

د نړۍ زيات خلک د ژوند د هر نوي پړاو لپاره يو نوی تصميم نيسي او بيا د خپل ژوند يون په همغه مسير وهي، مګر ځينې خلکو ته د کاليزې د پاڼو اوښتل بابېزه ښکاري او پروا يې نه کوي، خو حقيقت دادی چې ژوند تير شي بيا بېرته په شا نه راګرځي، مګر ګټه هغه چا وکړه چې له وخت نه يې په ښه توګه استفاده وکړه.

کله چې د کال وروستۍ شپې ورځې شي، فعال او ژوندي خلک د خپل ځان او چارو د ارزونې لپاره له خپل ځان سره حساب کوي او ګوري چې په تير کال کې يې څه لاسته راوړنې درلودې او څه يې له لاسه ورکړي دي، په لاسته راوړنو خپل ځان ته ډاډ او حوصله ورکوي او د ژوند د چارو په بيلابيلو برخو کې د نوي کال لپاره د نويو پلانونو په اړه فکر کوي او د تير ژوند له تېروتنو او زيانونو څخه عبرت او درس اخلي.

يوه اندازه داسې خلک هم شته چې د کال په وروستيو ورځو کې ورته د راتلونکې کال لپاره فکر پيدا شي او په خيالۍ نړۍ کې د راتلونکې کال لپاره نقشه او پلان ګزاري وکړي مګر په عمل کې د هغې لپاره هيڅ کار ونشي نو هر څه نيمګړي پاتې شي او د ژوند يو بل کال هم يواځې د ژوند تيرولو او ساه تنفس کولو او شپو او ورځو په اوښتلو تير شي.

موږ چې په دنيا کې ژوند کوو، ضرور يو څه دنيوي او اخروي اهداف لرو چې د هغو د ترلاسه کولو لپاره کار او عمل کول ډېر اړين دي، الله تعالی هم انسانان دنيا ته د خپل عبادت او بنده ګۍ لپاره رالېږلي دي او هم ورته د خپل دنيوي ژوند د سمون او تيرولو لپاره ډېر کارونه او مسؤليتونه ورپه غاړه دي، خو انسان بيا خپل مسؤليت او چارې هغه وخت پېژندلی شي چې لومړی خپل ځان وپېژني.

زموږ د ژوند هره ورځ بيلابيل وختونه لري او هر وخت کې بيلابيلو کارونه او مسؤليتونه ترسره کوو چې بيرته يې موږ ته نتيجه ترلاسه کيږي، همداسې کال هم د ژوندانه د ورځو يوه مجموعه ده چې په کې د ژوند چارې پرمخ وړل کيږي، خو له دې يوې ورځې يا يو کال نه هغه وخت په سمه توګه استفاده کولای شو چې کله خپل وخت ښه مديريت او د ژوند چارې منظمې کړو.

ددې لپاره چې په خپل ژوند کې مو له وخت نه ښه ګټه پورته کړي وي، لازمه ده چې لومړی د ژوند د خپلو چارو لپاره منظم مهال وېش ولرو چې له مخې به مو د ژوند د ورځنيو چارو د هر څه لپاره خپل خپل وختونه ځانګړې کړي وي او خپلو اهدافو ته به په ښه توګه لاسرسی ولرو.

د مهال وېش لپاره د ورځې، اوونۍ، مياشتې او کال پيل ډېر مهم او مناسب دی چې له مخې يې په ډېره ښه توګه يو څوک کولای شي چې مهالوېش وټاکي او عمل پرې وکړي تر څو د ژوند خپلو مهمو اهدافو ته په سمه او منظمه توګه ورسيږي.

نو دا چې نن د نوی کال لومړي ورځ ده، که دې ددې نوي کال لپاره خپل پلان او نقشه تياره کړي وي ښه ترښه عمل او اقداماتو ته چمتو شه او که نه وي نو همدا اوس پورته شه، مهالوېش جوړ کړه، د خپل ځان او راتلونکې لپاره فکر وکړه خپل اوونيز، مياشتني، څو مياشتني او کلني اهداف وټاکه او خپلو چارو ته د مهالويش له مخې په منظمه توګه دوام ورکړه، محنت، هڅه او کوشش وکړه ان شاء الله هدف ته رسېږې.

د افغان ولس د ځوان نسل د پرمختګ او بريا په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا سمه خبره ده چی هرڅه بايد دمخه او په ښه توګه سمبال کړو ، خو نه د ميلادی کال په تاريخ سره ، مونږ خپل هجری قمری او هجری شمسی تاريخ لرو او د ځوانانو پام بايد خپل تاريخ ، خپل دين ، خپل کلتور او عنعناتو ته ورواړوو نه د منسوخ دين تاريخ او رواياتو ته .

غمی.پښتین

جوړ تازه.
نوی کال لپاره غلامانو( دولت او طالیب ) د بادارانو(پاکستان امریکا)څخه مفصل پلان اخیستی چه دا کال به څومره قتل،ورانی،غذابونه به په ولس ټیټوی،
ټول ولس هوښیار اوسی.جنګ،جدل.څخه تیښته کوی،
خپل او پردی له جنګ څخه منع کوی،
سوله،اوربند، خوبونه کله کله هم وینی،
مسلمان،جنتی،عالیم،مفسر،پروفیسور،بزرګ،اولیا مولوی هغه څوک دی چه دا دفتنی وخت کی خپل اهل عیال،همسایه،وطندار،د جنګ کولو قتل کولو څخه را وګرځوی،هم ځان واساتی او هم بل.
جنتونه په ښه اعمالو کی دی،د مسلمان په قتل کی جنت نشته،او مه چا وعدی منی،
جنت ویشل د الله ج په لاس کی دی،

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x