نړۍ

وزيرستان جونګړى بريد حقيقت كه دوكه؟

osama_homeوزيرستان جونګړه د هغه درى پوړيز تعمير نوم دى چى 7 كاناله او 6 مرلي مساحت لرونكى چارديوالى په يو طرف كى جوړ كړى شوى، په 2 د مئ 2011م كال د شپى په يوه بچه صليبيانو د اسامه بن لادن پټى ځاى ګڼلو په فكر پرى حمله وكړه ، صليبيان پدى يقيني وه چى اسامه د اړيكو لپاره هيڅ نوعه بريښنائى وسائل نه استعمالوى د ملګرو سره اړيكه د پيغام رسونكى له لارى كوى نو ويل كيږى چى په 2004م كال كى د ګونتنامو جيل كى بندى حسن ګل امريكايانو ته وويل چى د القاعدى تر پلويانو د اسامه پيغام رسونكى 40 كلن الشيخ ابو احمد الكويتى نوميږى

، امريكايان د 7 كالو كوششونو ورسته د 2010م كال د جولايى په مياشت كى په پيښور كى ابو احمد الكويتى پورى د موبايل په واسطه ورورسيدل ، دوى كويتى تر بلال ټاون ابيټ اباد وزيرستان جونګړى پورى تعقيب كړو ، امريكايانو د عصرى وسايلو او ټيكنالوجۍ په استعمالولو سره د 2010م كال ستمبر په مياشت كى ځانته دا خبره يقينى كړه چى پدى كور كى د القاعدى فكرى مشر اسامه موجود دى ، له همدى امله يى د دسمبر په مياشت كى د وزيرستان جونګړى سره لنډ CIA خپل مركز جوړ كړو او چلونكى يى پاكستانيان وګومارل او دوى ته د لاهور او اسلام اباد څخه هدايات وركول كيدل، ورسته له هغى چى د كور د ننه د اسامه انځورونه واخيستل شول او اواز يى ثبت كړى شو د 2011م كال د فرورى مياشت په لومړيو ورځو كى دغه مركز وتړل شو او په همدى مياشت كى په پاكستان كى د امريكا د استخباراتو مشر ريمنډيوس په لاهور كى دوه كسه پاكستانيان وويشتل نو ويل كيږى چى دغه دواړه په ابيټ اباد كى د CIA د مركز عمده غړى وه د راز خوندى ساتلو په موخه ووژل شول.

له اوږدو مشورو او پلانونو څخه ورسته په 29 د اپريل 2011م كال وايټ هاوس په وزيرستان جونګړه د كومانډو بريد اجازه وركړى ، له بريد څخه څه موده مخكى امريكايانو د بګرام بيس څخه تقريباَ 100 فوځيان په پاكستان كى د امريكايانو تربيله غازى بيس ته را انتقال كړى وه پدوى كى 24 كومانډويان وه چى تعلق يى د امريكا د بحريه ځواكونو له نيوى سيل ټيم 6 سره وه ، كومانډويان د يكشنبى په شپه په څلورو څرخى طيارو كى د شپى په يوه بجه په وزيرستان جونګړه بريد وكړو عملياتو 45 منټه وخت ونيو پدى كى د امريكايانو يوه طياره وغورځيده او له منځه لاړه ، د يكشنبى په سهار د امريكا صدر بارك اوباما د اسامه د منځه وړلو اعلان وكړو.

د امريكا حكومت د بريد په تفصيلاتو كى وويل چى په بريد كى اسامه د هغه ځوى خالد او ابو احمد الكويتى او د كويتى كورودانه او ورور ووژل شول ، همدارنګه د اسامه كورودانه او لور يى زخمى شوى يعنى جمله 5 كسان وژل شوى او دوه زخميان كړى شوى.

په راپورونو كى راغلى چى په وزيرستان جونګړه كى اسامه د خپلو دريو كورودانو او 8 بجيو او المسيو سره اوسيدو او ارشيدخان ( الشيخ ابو احمد الكويتى ) د خپلى كورودانى او دري بچيو سره وه او طارق د خپلى كورودانى او څلورو بچيو سره ژوند تيرولو ، همدارنګه د اسامه ځوى حمزه د خپلى كورودانى سره وه نو په وزيرستان جونګړه كى د شيخ اسامه په شمول 25 انسانانو ژوند كولو

د الشيخ ابو احمد الكويتى خپل نوم ارشيد خان دى ، په خټه د وزيرستان پښتون دى خو زيږندنه يى په كويټ كى شوى په پښتو او عربى ژبو غږيدو، پلار يى په افغانستان كى د روسانو سره په ډيرو جګړو كى برخه اخيستى له همدى امله يى د شيخ اسامه سره اړيكى لرلى او ځوى يى له كلونو راهيسى د اسامه پيغام رسونكى وو.

 

هغه معلومات چى د امريكايى او پاكستانى چارواكو لخوا ددى بريد په اړه رسنيو ته سپارل شوى ټول په خپلو كى سره ټكراو لرى ، همدارنګه د وزيرستان جونګړى خپاره كړى شوى انځورونه او فلمونه ډير شكونه راپورته كوى چى څه يى پدى ډول دى:

  1. كوم انځورونه او يډيوګان چى د وزيرستان جونګړى ما كتلى په هغى يوه كى هم په كور كى د ننه او د باندى د ډزو نښى نه ليدل كيږى همدارنګه په داخل د كور كى چيرته د ګوليو پوچك نه ترسترګو كيږى ، سره ددى چى رپورټ وايى بريد 45 دقيقى وقت ونيو او د اسامه محافظ يوه څرخى طياره په راكيټ وويشتله رانسكوره يى كړه ، د كور د حالت څخه معلوميږى چى په جونګړه كى ميشت خلق غير مسلح وه او نسكوره شوى طياره ويشتل شوى نه ده ، دا د امريكا په تاريخ كى وكتل شى ددوى كومانډوزو چى كوم ځاى كى اپريشن كړى د ويرى څخه ترينه طيارى نسكورى شوى هغه كه په ايران كه وه او كه په صوماليه كى.
  2. تر اوسه امريكايانو ونه كولى شول چى د اسامه د شهيد كيدلو ويډيو يا انځورنه نشر ته وسپارى او په بيړه ئى مړى سمندر ته غورځولو سره ډيرى پوښتنى زيږولى ، بايد يادونه وكړم چى دا لومړى ځل نه دى چى صليبيانو د خپلو مخالفينو مشرانو مړى په سمندر كى غورځوى كه تاريخ وه كتل شى نو په 20 د مارچ 1943م كال كى چى انګريزانو پيرپګارا اول د حيدر اباد په جيل كى غرره كړو نو مړى يى د سند په درياب كى وغورځولو چى بيا كومى هندى كيشتى پيدا كړى وه … (قيصه ډيره اوږده ده.) او دا كار د انسانى او بشرى حقوقو څخه سرغړونه ده خو متاسفانه چى زور پوله نلرى.
  3. په رپوټ كى راغلى چى په وزيرستان جونګړه كى د اسامه په شمول 25 كسان اوسيدل خو د جونګړى له نشر شوى فلم څخه بريښى چى په كور كى موجوده سامان د 25 كسانو وسيدو لپاره كافي نه وه همدارنګه د اشپزخانى له لوخو په ډاګه څرګندى كيږى چى د 25 كسانو لپاره كافى نه وه بلكى په كور كى موجوده سامان او د اشپزخانى لوخى پدى دلالت كوى چى پدى كور كى 3 غټان او يوڅو ماشومانو ژوند تيرولو.
  4. په وزيرستان جونګړه كى امريكايى چارواكو د وژل شو او زخمى شو انسانان شمير 7 ښودلى خو د جونګړى په نشر شوى فلم كى فقط درى ځايه وينه ليدل كيږى يعنى درى كسان مړه يا زخميان كړى شوى.
  5. په جونكړه كى درى ځايه پرتو وينو سره لنډ د هيڅ فوځى بوټانو چاپ نشته چى پدى دلالت وكړى چى مړى فوځيانو او چت كړى.
  6. د كومى كمرى فلم او انځور چى ښودل شوى چى پدى كى اسامه وه په هغه كى د وړوكى قالين فرش ترڅنګ يو فوم پورته دى او څه حصه د قالين د فوم پښو طرف ته په وينه لړل شوى ده خو ورسته د اسامه د محافظ انځور نشر كړى شو چى هغه په دغه ځاى كى وژل شوى.
  7. رپوټونه وايى چى اسامه د كور په دريم پوړ كى وه خو په نشر شوى فلم كى په ګوته كړى شوى كوټه د لومړى پوړ كوټه ده نه د دريم پوړ.
  8. په اوسنى حالاتو كى د اسامه غوندى شخصيت څخه هيڅ توقع نه كيږى چى هغه دى د دومره زياتو خلكو په منځ كى او پداسى يو كور كى دى ووسيږى چى د كور په ديوالونو دى اغزن تار لګيدلى وى او سكيورټى كيمرى دى نصب كړى شوى وى ، همدارنګه د دنيا ټول استخباراتى شبكى پدى پوهيږى چى اسامه له ځان سره هيڅ قسمه برقي شيان نه ګرځول ، او مريكايى چارواكى وايى چى په وزيرستان جونګړه كى د اسامه له كوټى څخه يى د مبايل ټيليفونونه او كمپيوټرى تر لاسه كړى.
  9. د دى كور د ګيس ورستى بيلونو معلومات د پاكستان جيو تلويزون خپاره كړه چى بل يى څه كم 800 كلدارى وه نو دا هيڅ امكان نلرى چى د درى پوړيزه كور چى 25 كسان پكى ژوند كوى د خوراكى توكو پخولو او كوټو ګرمولو لپاره دى د څه كم 800 كلدارو ګيس كافى شى.
  10. د وزيرستان جونګړى څخه ترلاسه شوى د ډاكټرانو نسخو كى يو هم د اسامه نه ده ، په كور كى اوسيدونكو ښځو علاج له ښځينه ډاكټرانو څخه كوو نو دا پدى دلالت كوى چى په كور كى موجوده ښځى عربانى نه وى.
  11. ويل كيږى چى اسامه د ګردو مريضى لرله خو په كور كى نه د ګوردو دواى او نه د ډايلاسس كوم ماشين موجود وه.
  12. د القاعدة تنظيم په اړه مطالعه كونكى ټول مبصرين پدى خبره كى يوه خوله دى چى د القاعدى وړكى قومندان په يوځاى كى په مياشتو نه وسيږى نو څنګه امكان لرى چى د القاعدى مشر دى په يو كور كى پرلپسى 5 كاله ژوند تير كړى.
  13. د وزيرستان جونګړى ګاونډيانو وايى چى په دى كور كى د اسامه هم شكل زين محمد په نوم يو كس وسيدو د اپريشن څخه ورسته هغه او د هغه ځوى شمعريزخان ورك دى.
  14. په يو اخبارى بيان كى د اسامه د زخمى شوى كور ودانى له طرفه ليكلى شوى وه چى د تورى بوړى له جګړى ورسته مونږ سوډان ته لاړو او شپږ كاله مخكى واپس راغلو او پدى كور كى اوسيدل مو پيل كړل څنګه ممكنه ده؟؟؟
  15. د امريكايى حكومت لخوا د شيخ اسامه نشر كړى شوى پنځه ويډيوګانى د يوى څخه هم دا خبره نه معلوميږى چى دى پدى كور كى دى.
  16. د اسامه زخمى حالت كى نشر شوى انځور هم جعلى وختو.
  17. امريكايى چارواكى پدى خبره كى يوه خوله نه دى چى اسامه سره سلاح وه او كنه ؟ ټولو ته معلومه ده چى اسامه به هميشه د خپلى كلاكوفى سره ګرځيدو نو دا امكان نلرى چى د هغه سره سلاح نه وه همدارنګه هغه كلونه كلونه د جګړو په ميدان كى پاتى شوى هيڅ امكان نلرى چى هغه دى مقابله نه وايى كړى.

 

له دى څخه نور ډير شبهات هم شته دى خو په همدى به بسنه وكړو ، پورتنۍ خبرى په دى دلالت كوى چى په ويزرستان جونګړه شوى اپريشن يوه ډرامه وه او مقصد يى لومړى د روان كال د جولايى په مياشت كى د افغانستان څخه د امريكايانو د ځواكونو ايستلو لپاره لاره جوړول وه يعنى په څه پسى چى راغلى وه هغه كار يى تر سره شو ، او همدارنګه په دى توګه بارك او باما غواړى چى په دى اعلان سره د 2012 م كال انتخاباتو كى رايى تر لاسه كړى ، خو ددى ډرامى د يكشنبى په شپه ترسره كول او بيا د عيسايانو د عبادت په ورځ ( يكشنبه ) د اسامه د مرګ اعلان د صدر بوش لخوا پيل شوى صليبى جنګ فكر تقويه كوى.

دلته يوه بله خبره هم د تعجب وړ ده چى ويل كيږى پدى بريد پاكستان نه وه خبر ، دا هيڅ اساس نه لرى د لومړۍ ورځ څخه پدى اپريشن پاكستاني فوځى ، استخباراتى او سياسى چارواكى خبر وه كنه نو 25 د اپريل باندى پيټرياس په چكلاله ايربيس باندى د جنرال كيانى سره د څه په اړه ليدل؟ او بيا دواړه په يوه طياره كى چيرته لاړل؟ جنرال احمد شجاع له دى اپريشن څخه دوه هفتى مخكى په امريكا كى څه كول؟ د درى ورځو په ځاى ولى په همغه ورځ واپس پاكستان ته راغلو؟ ددى څخه مخكى ګيلانى ، كيانى او پاشا په كابل كى د امريكايى ځواكونو سره د څه لپاره ملاقات كولو؟ د اپريشن څخه سمدستى ورسته ګيلانى د پاكستان د ټولو سياسى ګوندونو له يويو نماينده سره يوځاى په فاريس كى څه كول؟ جنرال كيانى په دريم د مئ په برسلز د ناټو په اجلاس كى ولى برخه وا نه اخيستله؟ كله چى امريكايانو طيارى د شپى په 1:45 منټه لاړى وزيرستان جونګړى ته په چيپانو او لاريو كى د پاكستان فوځ څنګه راورسيدلو؟ دا په دى دلالت كوى چى دوى له مخكى څخه دى كار ته تيار ولاړ وه ، د ذكر شو پوښتنو ته د ځواب ليكلو ضرورت نشته هر سړى پوهيږى چى غوا توره او شيدى سپينى.

په پاى كى د خبرو يو بل طرف ته هم اشاره كول غواړم و هغه دا چى د اسامه سره په جګړه كى امريكا څه ګته وكړه ؟ د يو راپور له مخى امريكا په تيرو لس كالو كى په اسامه پسى په ګرځيدلو 280 ارب ډالر مصرف كړى نو كه دى پيسو سر د افغانستان او عراق د جنګ مصارف يوځايو كړو نو د 3 ټرلين ډالرو څخه خبره اوړى سره ددى چى امريكا د هيلټر سره په ټوله جګړه كى 4 ټرلين مصرف شوى وه خو بل طرف ته امريكا په فوځى او دفاعى چارو كى ډير زيات پرمختګ وكړو د فوځى سامان الاتو كمپنۍ يى جوړى كړى چى امريكا اقتصاد ته ډيرى ښى ثابتى شوى ليكن د اسامه سره په جګړه كى د 3 ټرلينو ډالرو په مصرف كولو هيڅ د نظر وړ فايده امريكا ته نه ده رسيدلى بلكى په اقتصادى لحاظ يى ډيره زياته كمزورى كړى و دا هغه هدف وه چى اسامه په 2005 م كال كى امريكايانو ته په خپل ويډيو پيغام كى اعلان كړى وه ، د اسامه په شهيد كيدو سره جګړه نه ختميږى كه تاريخ وه ګورو نو ديته ورته فكر مجوسيانو هم كړى وه كه عمر رضى الله عنه ووژل شى نو په مجوسى امپراتورى به د مسلمانانو بريدونه ختم شى لكن د عمر رضى الله عنه شهيد كيدولو د مجوسى امپراتورى بنياد ختم كړو ، كه امريكايان فكر وكړى چى لس كاله مخكى ددوى اقتصاد په كوم ځاى وه او اوس ئى څه حالت دى؟ همدارنګه په اسلامى نړۍ كى د امريكانو سلطه رعب لس كاله مخكى څومره وه او اوس څومره ده په عربى نړۍ كى د مظاهرو طوفان ورسته له هغه پيل شو چى خلك پدى وپوهيدل چى امريكا طاقت ختم شو نو بايد اجنټان ئى هم ختم كړى شى، همدارنګه كه امريكا په سړو دماغو فكر وكړى نو پوه به شى چى د القاعدى لخوا د روسانو د جګړى پرمهال ايښودل شوى د جهاد ونى ولى ډيرى مضبوط شوى او شاخونه ئى په ډيره اسلامى نړى كى شنه شوى او ټول په يوه خوله د امريكايانو د مفاد په خلاف كار كوى نو امريكايانو ته ښه داده چى د اسلامى نړۍ څخه خپل ځواكونه وباسى كنه نو ډير زر به د وارسا اتحاد په سرنويشت اخته شى.

كه هر لورى ته پام وكړى شى نو اسامه په خپل كار كى كامياب شوى له يو اړخه ئى امريكايان د افغانستان كندى ته ټيلوهل او بل اړخ ته ئى د اقتصادى پلو ئى ديواليان كړل ، همدارنګه د عربى ولسونو د زړونو څخه ئى ويره وه ايستله ښه دليل ئى د عربى ولسونو پاڅونونه دى چى د مصر او تونس حكومتونو تختى ئى واړولى ، همدارنګه په كوم سرټفيكيټ پسى چى اسامه له 35 كالو راهيسى ګرځيدلو هغه ئى ترلاسه كړو يعنى د شهادت مړينه او تاريخ به ئى د ښكلالګرو په خلاف جنګيدونكى اتلانو په قطار كى وه دروى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x