نړۍ

عراقي ملېشو په ټول هېواد کې د امريکايي اډو د محاصره کولو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): په عراق کې ايران پلوه شيعه ملېشو «ولسي خوځښت» خبرداری ورکړی، چې په ټول هېواد کې به د امريکا پوځي اډې محاصره کړي.

د ولسي خوځښت د «سيد الشهداء» دلګۍ مشر ابو الآء الولائي ويلي، امريکا د الانبار ولايت په القائم سيمه کې د حزب الله شيعه ملېشو مرکزونه په نښه کړي او دوی به يې په مقابل کې د امريکايي عسکرو ټولې اډې محاصره کړي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره ورځ پارېدلو لاريونوالو پلازمېنې بغداد کې د امريکا پر سفارت برید وکړ او د سفارت ودانۍ يې ته اور ورته کړ.

اوسمهال په عراق کې له داعش سره د جګړې په موخه شاوخوا پنځه زره امريکايي عسکر پراته دي او د امريکا دفاع وزارت په خپلې وروستۍ پرېکړه کې ويلي، چې بغداد کې د خپل سفارت ژغورنې او امنيت لپاره سلګونه نور عسکر هم لېږي.

امريکا وايي، د دې بریدونو او تاوتريخوالي تر شا د ایران لاس دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې بغداد کې د امريکا سفارت سوځولو تر شا د ایران لاس دی او په دې اړه به له ایران سره حساب کتاب وکړي.

په عراق کې دوه ډوله مظاهرې روانې دي

په عراق کې حکومت مخالفو مظاهره چيانو ويلي، د امريکا سفارت مخته د پېښ شوي تاوتريخوالي پړه د دوی پر غاړه نه ده او نه هم له دوی سره کومه اړيکه لري.

دغه لاريونوال وايي، دوی له تېر اکتوبر راهيسې د حکومتي اصلاحاتو په موخه په ټول عراق کې مظاهرې پيل کړي دي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو پورې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

بل لور ته ایران پلوو شيعه ملېشو د امريکايي الوتکو د هغو بریدونو په مقابل کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې پيل کړي، چې تېره يکشنبه يې د عراق حزب الله شيعه ملېشو لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د رپوټونو له مخې عراقي چارواکي اندېښمن دي، چې هېواد به يې د امريکا او ایران د جګړو او تاوتريخوالي په مرکز بدل شي.

د يادونې وړ ده، چې د عراق لومړي وزير عادل المهدي له دوو مياشتو پرله پسې مظاهرو وروسته څو ورځې مخکې له خپلې دندې استعفا ورکړې او اوس هلته سرپرست حکومت فعاليت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد شاه ګلزار

دغه کار چى امرېکى داېران پلوه رافضى ملېشي تر برېد لاندى ونېولى دا ېې ښه کار کړۍ همداسى هېله ده چى امرېکه اوېا اسراېېل داېران پر آخوندى رژېم حمله وکړى او هغه ړنګ کړى، ولى چى ډېره غټه سرطانى غوده ده په دى منطقه کى، اېران پلان لرى دصفوېانو غوندى شېعى او رافضىامپراطورى په منطقه ګى ټېنګه کړى، اېران کى ېو سېکولر رژ ېم پکارده، تر هغو منطقه ترى نه په قراره شى،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x