افغانستان

ضعیف: د بې باورۍ له امله د سولې روان چوکاټ هر وخت ماتېدای شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر او د سولې چارو فعال ملا عبدالسلام ضعيف ويلي، د سولې لپاره باوري فضا نه ده رامنځته شوې او دا شونتيا شته، چې د سولې روان بهیر هر وخت له ناکامۍ سره مخ شي.

ښاغلي ضعيف پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، له دښمنۍ ډک چلند او بې باورۍ له امله د سولې جوړ شوی چوکاټ هر وخت ماتېدلی شي.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو دا څرګندونې يې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لس پړاوه نهايي  شوي او دواړه لوري د هوکړې لاسليک ته په تمه ده.

ځينو سرچنو ويلي و، چې طالبان له امريکا سره د لنډمهالي اوربند لپاره په خپلمنځني سلامشورو بوخت دي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا اوازې رد کړي دي.

ښاغلي مجاهد تېره ورځ رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي و، چې د اوربند په اړه کوم هوډ نه لري، بلکې امريکا د جګړې او تاوتريخوالي د کمولو غوښتنه کړې او په دې موضوع مشورې روانې دي، خو لا هم په دې تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه، مولانا ضیعف صاحب ته، د هسپانیه جاسوسی شبکه له قوله ،لنډه ترجمه، افغان جګړه کی فعلا چین.او روسیه هم مالی مرستی له طالیبانو سره د امریکا په ضد کوی،او دا مرستی د پاکستان په واسطه طالیبانو ته برابریږی، پاکستان یو ځل بیا غوا ڼنګه شوه،چه د چین او روسیه دری برخی مرسته ځان ته ایږدی او یوه برخه طالیبانو ته ورکوی. نو په دا اساس پاکستان نه غواړی چه افغانستان جګړه بنده شی، حتی چین،روسیه،پاکستان د لسو روځو لپاره جګړه درول هم نه غواړی.دا دری هیوادونه په هیڅ وجه افغانستان جګړی درولو ته تیار نه دی،او امریکا د… نور لوستل »

اجمل

څومره ساده یو، سوله موله ولاکه ووینی د سولی د پردی شاته مانورونه پلان کیږی او ساده خلکو. د الله په خاطر لږ ویښ شی. نسل به مو تباه شی، تاریخ به مو ورک شی. دواړه خواوې مونږه وژنی هم طالب او هم حکومت. سوله د پاکستان او د امریکی لاس کی ده هر وخت چی هغوی وغواړی سوله کیږی. لدی لنډغرو او سپګنو څه نه جوړیږی دوی نه توقع مکوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x