افغانستان

د پولیسو ناوړه چلند: د کابل-هرات پر لویه لار د موټر چلوونکو کاربندیز لا هم روان دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل-کندهار پر لویه لار باندې د سلګونه بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو چلوونکو لویه لاره د ترافیکو په مخ تړلې او کاربندیز یې لا هم روان دی.

د سلام وطندار د راپور په اساس، دغه موټر چلوونکي چې له شپږو ورځو راپدېخوا یې کار بندیز اعلان کړی، ادعا کوي، چې په لویو لارو باندې پولیس ورسره ناوړه چلند کوي او باج ترې اخلي.

د موټر چلوونکو په خبره، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د هرات ښار په میر داوود دروازه او د نیمرزو-دلارام د فراه رود دوه سړکه کې او همدارنګه د غزني-زابل په لویه لار یې پولیس ځوروي او بې ځایه پیسې ترې اخلي.

موټر چلوونکي وايي، سره له دې چې له شپږو ورځو راپدېخوا یې کاري اعتصاب کړی او په دې موده کې یې مالي تاوانونه ګاللي؛ خو حکومت یې تر دې دمه د ستونزې حل ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

بل لور ته د هرات ولایت مسئولین هم یادې ستونزې مني، د یاد ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال « احمد سعید عظمیان» وايي، د پولیسو له لوري د پيسو او باج د اخستلو له امله د وارداتي توکو په بیه کې لوړوالی راغلی.

د هرات ولایت د والي ویاند «غلام جیلاني فرهاد» وايي، د امنیتي شورا پلاوي له موټرچلوونکو سره لیدلي او د هغوی ستونزې یې اورېدلي.

یاده دې وي، چې د کابل-هرات لویه لاره یوازېنی ځای نه دی، چې پولیس ورباندې له موټرچلوونکو پیسې اخلي، تر دې وړاندې هم پولیسو د هیواد په بېلابېلو لویو لارو له موټرچلوونکو پیسې اخستې، هغوی یې وهلي او د پیسو د نه ورکړې په صورت کې یې ان په هغوی ډزې کړي؛ خو یاده شوې ستونزه لا هم په ځای پاتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x