افغانستان

 جان بس: د ټاکنو ګټونکی به لږ ولسي ملاتړ ولري، بايد پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امريکا سفير جان بس ويلي، د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی به لږ ولسي ملاتړ له ځان سره ولري او باید پراخ بنسټه ملي حکومت رامنځته شي.

جان بس د خپل ماموريت په وروستيو کې له طلوع نيوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، که په ولسمشريزو ټاکنو کې هر نوماند بریالی شي، له يو ميليون لږې رايې به ولري او له همدې بايد پراخ بنسټه ملي حکومت رامنځته شي.

نوموړي زياته کړې، له دېرش ميليونه نفوس څخه نهه ميليونه کسانو د ټاکنو لپاره نوم ليکنه کړې وه، خو ګټونکی به له يوه ميليون څخه په کمو رايو بريالی وي.

د امريکا د سفير په وينا په سياسي فرهنګ کې دا يو داسې ماموريت دی، چې د اکثريت خلکو د ملاتړ لرونکی نه دی.

د ټاکنو خپلواک کميسيون لس ورځې مخکې له درې مياشتې ځنډ وروسته د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې هېڅ نوماند په کې ۵۰+۱ رايې نه وې ترلاسه کړې، خو د ګډ حکومت اوسنی مشر اشرف غني په کې د ۵۰،۶۴ رايو په ترلاسه کولو لومړی او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲ سلنه رايو په ګټلو دوهم راغلي وو.

له طالبانو سره د سولې په اړه جان بس زياته کړې، چې هېواد يې له طالبانو څخه د سراسري اوربند ټينګار نه کوي، بلکې د تاوتريخوالي د کمولو غوښتنه کوي.

جان بس په افغانستان کې خپل ماموريت پای ته رسولی، د ګډ حکومت مشر د مخه ښه پروګرام کې د غازي محمد اکبر خان مډال هم ورکړی او ټاکل شوې، چې په لنډو ورځو کې له افغانستانه لاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د مکار بچيه ! نو دا دومره مصرف ، ځغاستی او ناری د څه لپاره ، که شوده غلامان دی په څه نه وه خبر چی دا انتخابات ګټونکی نلری تاسی خو پخبر واست .
تر کله به دا نا اهله ناوکيانی همداسی رقصوی .؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x