سعودي په لومړي ځل د نوي میلادي کال مراسم ولمانځل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): هر کال د نوي میلادي کال په راتګ سره د نړۍ اکثره مشهوره ښارونه لوی احتفالي مراسم جوړوي او د نوي کال په لومړیو لسو دقیقو کې د ښار په مشهورو میدانونو کې اور لوبې، سندرو او د رقصونو ماحول جوړوي، چې په دغه ترڅ کې د سعودي حکومت هم سږ کال د لومړي ځل لپاره د میلادي کال په رانوي کیدو سره دغه مراسم ولمانځل او په ریاض ښار کې يې په دغه مناسبت لویه میله جوړه کړې وه.

د سعودي او عربي رسنیو د راپورونو سره سم دا د سعودي په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دغه هیواد کې رسما د میلاد کال یا د عیسایانو اختر لمانځل کیږي. په سعودي کې رسما هجري قمري تاریخ کاریږي.

د سعودي حکومت له لوري په جوړ شویو مراسمو کې اور لوبې وشوې، سندریز پروګرامونه او نور مختلف ډول فعالیتونه نندارې ته وړاندل شول.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د سعودي علماو د میلادي کال یا عید المیلاد په مناسبت د عیسویانو سره د خوښي څرګندول خلاف د شریعت بلل او په دې اړه یې فتواګانې ورکړي وې.

په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د هیئت الترفیه تر نامه لاندي وزارت جوړ کړی چې په ټول هیواد کې د موسیقي، د ښځو او نارینه وو اختلاط، او ساتیریو مختلف پروګرامونه جوړوي چې تر دې وروستیو پوري په سعودي کې د الامر بالمعروف او نهي عن المنکر تر عنوان لاندي باندي بندیزونه وه.

سعودي اکثره هغه علماء بندیان کړي دي او یا له رسنیو او خطابت څخه بند کړي څوک چې د هیئت الترفیه او وروستیو بدلونونو څخه راضي نه دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

چی واړه و اوريدلی مو وه چی ګر کفر از کعبه خيزد کجا ماند مسلمانی(نعوذ با الله) ، نو هيڅ می نسوای تحليلولای . دجال به نوی اړ چی هر ځايته په جګړو او زور ورسی هغوی يی پخپله دعوتوی او تر هر چا به لوړ عزت او ميلمستياوی ورکړی . څوک وايی چی دا زمانه آخره نده ، راوښياست يوه اسلامی خاوره چی هلته اسلامی نظام او حدود جاری وی ؟؟؟؟؟ ټوله د اوبو زګ دی . نور څه ته ګورو چی څه لا نور بايد پيښ سی چی دجال ښکاره سی ؟؟؟؟؟ الهی(ج) طالبانو کرامو ته بری ورکړی… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه د اورلوبو په ټاټوبی ( یورپ) کی ۳۹ کاله ۳۹هفتې ۳۹ ورځی او ۳۹ دقیقې اوسېدلی یم، د لسو وروستیو کلونو په اوږدو کی د نوی کال د مراسمو د کیفیت کچه هر کال تر تېر کال کمزورې وی او څو کاله وروسته به اصلاً دې خلګو ته د نوی کال د شپې د مراسمو د پر ځای کېدو حوصله نه وی پاته. داسی ښکاری چی دې حوصلې او دې سلیقې او ذوق او شوق د سعودی ټولنی ته ( کومه چی تازه ئې د لیبرالیزم خاړپوڅی پیل کړی دی ) کډه بار کړېده البته د ډوبۍ خاوره خو… نور لوستل »