د سفارت له پيښې وروسته امریکا منځني ختیځ ته نور عسکر لیږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر تېره ورځ اعلان وکړ چې په بغداد کې ددوی پر سفارت د احتجاج کوونکو له لوري د برید وروسته به په عاجله توګه منځني ختیځ ته ۷۵۰ عسکر ولیږي.

نوموړي وویل: «په عاجل ډول به په سیمه کې ۷۵۰ عسکر ځای پر ځای شي».

او زیاته یې کړه: «د دغو عسکرو لیږد به وقایوي بڼه ولري او د هغو ګواښونو لپاره به مناسب جواب وي چې په دې وروستیو کې امریکايي اتباع او شرکتونه ورسره مخ دي، لکه څرنګه چې په بغداد کې پېښه شوه».

د امریکې یوه بل مسؤول د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې امریکا کویټ ته ۵۰۰ اضافي عسکر لیږلي دي چې غالبا به په راتلونکو ورځو کې عراق ته ولیږل شي.

دغه چارواکی چې د نوم څرګندولو څخه یې ډډه کړې، ویلي چې په سیمه کې کیدای شي مجموعا ۴ زره نور عسکر ځای پر ځای شي.

باید وویل شي چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت د احتجاج کوونکو برید وروسته ټرمپ د عراق حکومت مخاطب کړی وو او ویلي وه چې د سفارت د حفاظت مسؤولیت ددوی دی او ایران یې بیا پر سفارت او د امریکا پر یوه قراردادي په برید تورن کړی وو او ویلي وه چې دوی به تل د خپلو اتباعو او ګټو ساتنه کوي، که څوک برید باندي وکړي، امریکا به یې غچ اخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د