ټکنالوژي

د امریکایي بندیزونو سربېره د هوواوې شرکت کلني عایدات زیات شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د چین مشهور شرکت «هوواوې» ادعا کړې چې د امریکایي حکومت بندیزونو سربېره یې د ۲۰۱۹م کال عایدات ۱۲۲ ملیارده ډالرو ته رسیږي.

د ګارډين ورځپاڼې د راپور سره سم د هوواوې مشر «ایریک شو» دغه اعلان د نوي۲۰۲۰م  میلادي کال پېل پرمهال د شرکت کارکوونکو په نوم په یوه پیغام کې وکړ.

د ۲۰۱۹م په پېل کې چینایي شرکت اټکل کړی و چې په دغه کال کې به هوواوې د ۱۲۵ ملیارده ډالرو عایدات ترلاسه کوي، خو مشر یې وایي چې ۱۲۲ ملیارده ډالر هم د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۱۸سلنه زیاتوالی دی.

د یادونې ده چې د ۲۰۱۹م کال په مۍ میاشت کې د امریکا سوداګریز حکومت د چین هوواوې شرکت په تور لیست کې شامل کړ او امریکایي شرکتونه یې دې سره له تجارت کولو منع کړل ، دغه راز یې د هوواوې توکو رانیولو لپاره د حکومت څخه د جواز ترلاسه کولو شرط اړین وباله.

امریکایي حکومت دغه شرکت د ملي امنیت لپاره ګواښ وباله، ددوی په وینا چې هوواوې خپل توکي د جاسوسۍ لپاره کاروي، خو چینایي شرکت یاد ټول تورونه په پرلپسې ډول رد کړل.

یادې ستونزې ته په اشارې سره د هوواوې مشر ایریک شو وویل چې د امریکا حکومت ددوی پر وړاندې ستراتیژیک او اوږدمهاله کمپاین پېل کړی چې د هوواوې د بقا او پراختیا لپاره ننګونکی چاپيریال رامنځته کړي، خو اوس زمونږ لپاره بقا لومړیتوب دی.

د امریکا بندیزونو په پایله کې د هوواوې نوي مبایلونه د ګوګل له اپلیکشنو څخه وویستل شول، چې شرکت خپل نوی فلیګ شیپ ځیرک مبایل (میټ ۳۰) د ګوګل اپلیکیشنونو څخه پرته وړاندې کړ.

په دې اړه د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې د هوواوې مالک «رین زینګ فایي» CNN سره د مرکې پرمهال وویل چې د ګوګل له اپلیکشنونو پرته هم هوواوې د نړۍ لومړی ځيرک مبایلونو شرکت جوړیدی شي.

نوموړي زیاته کړې وه چې عامې سوداګرۍ ته د بیرته ستنېدو وخت نیږدې دی، خو کله چې شرکت خپل چلوونکی سیستم په بشپړ ډول وړاندې کړي دوی به وروسته ونه ګوري او ددې منفي اغیز به پر امریکا وي.

ګوګل چې د امریکا په وینا پر هوواوې د «انډرایډ» چلوونکي سیستم بندیز لګولی و، هوواوې یې پر وړاندې نوی سیستم (هارموني) وړاندې کړ، د هوواوې مالک په وینا که یو وار دوی خپل سیستم په بشپړ ډول وړاندې کړ انډرایډ ته به شا کړي، «امریکا ته د خپلو شرکتونو ګټو په اړه فکر په کار دی».

باید وویل شي چې په ۲۰۱۹م کال کې د امریکایي بندیزونو سربېره هوواوې شرکت د نړۍ دویم ستر شرکت و چې تر ټولو زیات ځيرک مبایلونه او نور توکي یې پلورلي دي، په دې لیست کې سامسنګ لومړی او ایپل شرکت په دریم نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x