
د وچو او چاودېدلو شونډو درملنه څنګه وکړو؟
نن ټکی اسیا (پنچشنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هوا له یخوالي او د ژمي موسم د راتلو سره سم د انسان شونډې وچیږي او چاودیږي چې دغه ستونزه ممکن انسان د خوراک پرمهال له خنډ سره مخ کړي.
د جرمني د تغذیې متخصصې ډاکټرې «امکه ریزه» ویلي چې د شونډو وچېدل یوازې ښکلا نه خرابوي، بلکې دا نورې روغتیایي ستونزې هم په ګوته کوي.
یادې متخصصې څرګنده کړې چې د شونډو وچېدل د ويټامن بي ۱۲، یا وسپنې، یا د مایعاتو کموالي او يا د سګریټ څکولو له کبله کیږي، ددې لپاره په کار دي چې په خپل خوراکي رژیم کې په لوړه کچه غوښه او ماهیان شامل کړل شي، ددې سربېره د مایعاتو پوره کولو لپاره دې شاوخوا دوه لیتره اوبه هره ورځ وڅښل شي.
له بل پلوه، د شونډو وچېدلو او چاودیدلو مخنیوي لپاره د غوره کیفیت مرهمونه پر شونډو ولګوئ چې ددې لمدولو لپاره کارول کیږي، لکه ددې ځانګړی مرهم (Lip balm) مچۍ شات، د کاکاو کوچ او ګیلسرین، دغه راز د زیتون او کاسټور تېل هم غوره ثابتېدلی شي.