روغتیا

د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ افغانستان کې د «۳۵۳۱» ماشومانو زیږیدلو اټکل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ماشومانو ملاتړ کونکې د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) اټکل کړی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړۍ ورځ به افغانستان کې ۳۵۳۱ نوي ماشومان وزیږول شي.

د یونیسف ادارې د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۰م کال په لومړۍ ورځ په یوه راپور کې ویلي چې ددوی د اټکل له مخې به په ټوله نړۍ کې ۳ لکه ۹۲زره او ۷۸ (۳۹۲۰۷۸) ماشومان وزیږول شي چې تر ټولو زیات به یې (۶۷۳۸۵) په هندوستان هېواد کې وزیږول شي.

د ملګري ملتونو د ملاتړ ادارې د اټکل له مخې به په افغانستان کې په دغه ورځ ۳۵۳۱ ماشومان وزیږول شي، چې دا د نړۍ په کچه ۰.۹سلنه جوړیږي.

د یونیسف ادارې د یادې شمیرې له نیمایي زیاته برخه به یې په هندوستان، چین، نایجیریا، پاکستان، اندونیزیا، امریکا، کانګو او ایتوپیا هېوادونو کې وزیږول شي.

دغې ادارې اټکل کړی چې د ۲۰۲۰م کال لومړی ماشوم به په آرام او قیانوس کې او وروستی ماشوم به د امریکا په متحده ایالاتو کې نړۍ ته سترګې پرانیزي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادراې شمیرې ښيي چې اوسمهال افغانستان ۳۲.۲ میلیونه نفوس لري، چې هر کال ۲.۱۴ سلنه وده کوي، دا شمېره د جنوبي اسیایي هېوادونو په کچه تر ټولو چټکه ده.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې مرستیاله «شیما سن ګپتا» وایي: «په افغانستان کې په خواشینې سره د هر ۱۰۰۰ زیږیدونکي ماشومانو له برخې یې ۳۷ د خپل ژوند په لومړۍ میاشت کې مري، دا شمېره په یوه ساعت کې د ۶ ماشومانو مړینې ته رسیږي چې د اندیښنې وړ ده».

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close