نړۍ

د متحده عربي اماراتو وليعهد نن په يوه ورځني سفر پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د متحده عربي اماراتو وليعهد محمد بن زايد نن پنجشنبه په يوه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته ځي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو وغږيږي.

په اسلام اباد کې د متحده عربي اماراتو سفارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، محمد بن زايد به «له ورور پاکستان هېواد سره د دوه اړخيزو اړيکو او ملګرتيا قوي کولو په موخه نن اسلام اباد ته لاړ شي.»

اسلام اباد ته د سفر پر مهال به نوموړی د پاکستان له صدر اعظم عمران خان او نورو چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره په سيمه ييزو چارو او ستونزو هم وغږيږي.

نوموړی د تېر ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې هم پاکستان ته تللی و او هلته يې د درې ميليارده ډلرو پانګونې اعلان کړی و.

تر دې وړاندې د سعودي د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان السعود او د اماراتو د بهرنيو چارو وزير عبدالله بن زايد النهيان هم اسلام اباد تللی وو.

تېره مياشت د پاکستان لومړی وزير عمران خان او د پوځ لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه هم سعودي عربستان ته تللی و او هلته يې د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره په ځينو مسائلو بحثونه کړي وو.

له سعودي او اماراتو سره د پاکستان د اړيکو او راشه درشه تودوالی

له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره د پاکستان دوه اړخيزې اړيکې او راشه درشه وروسته تر هغه زياته شوې، چې تېره مياشت د ماليزيا په پلازمېنې کولالمپور کې د اسلامي هېوادونو دوه ورځنۍ ناسته وه، خو پاکستان په کې د سعودي او اماراتو د فشار له امله ګډون نه و کړی.

د کولالمپور ناسته د ترکيې، قطر او ماليزيا په هڅو جوړه شوې وه، د نږدې شلو اسلامي هېوادونو استازو او مشرانو په ګډون کړی و او پاکستان هم په لومړي وخت کې د دغې ناستې بلنه منلې وه، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي و، د سعودي او اماراتو د فشارونو له امله په دې ناسته کې ګډون نه کوي.

د چارو کارپوهان وايي، د ماليزيا په کوربه توب له ترسره شوې غونډې سره د سعودي د مخالفت لامل ښايي دا وي، چې سعودي چارواکي دا ناسته د اسلامي همکاريو د سازمان بدیل بولي.

د اسلامي هېوادونو د چارو کارپوهان وايي، اوسمهال اسلامي نړۍ په دوو برخو وېشل شوې، چې يو لوری يې سعودي او متحده عربي امارات دي او بل لوری يې ماليزيا، ترکيه، قطر او ایران دي او پاکستان د دواړو لوريو ترمنځ د توازن او اړيکو د ښه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x