افغانستان

دفاع وزارت: تر څو چې طالبانو اوربند ته غاړه نه وي اېښې، ورسره جنګېږو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې طالبانو د اوربند په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل، د ګډ حکومت دفاع وزارت وایي، له طالبانو سره  جګړه کوي او له همدې لارې هغوی د  سولې  او اوربند منلو ته مجبوروي.

دغه څرګندونې د دفاع وزارت ویاند «روح الله احمدزي» له «ازادي راډیو» سره کړې، احمدزی وايي، طالبانو یو ځل بیا بریدونو ته مخه کړې، د پردیو برنامې عملي کوي او د سولې د غوښتنې هیڅ نښې نښانې پکې نه لیدل کېږي، نو که حالت همداسې وي، بیا د سولې راتګ ستونزمن ښکاري.

نوموړي زیاته کړې « د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه تر هغه مهاله چې دوی واقعي سوله نه وي غوښتي، نو د خپلو خلکو د دفاع لپاره مجبوره دي چې دښمن هدف وګرځوي.»

دفاع وزارت داسې مهال د طالبانو د ځپلو او اوربند ته د هغوی د مجبورولو ګواښونه کوي، چې دې ډلې څو ورځې وړاندې د یوې رسمي اعلامیې له لارې د اوربند خبره رد کړه او ویې ویل، چې مشران یې یوازې د جګړې د شدت په کمولو مشوره کوي.

بل لور ته د دفاع وزارت ویاند داسې وخت طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې همدا تېره ورځ د هیواد په شمالي سیمو کې لسګونه دولتي عسکر  د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظيمی

په دی لافو شافو څوک خطا باسی? ۔ اوس مو غیرت (غرت) ټوله دنیا ته معلوم شوی دی۔ هغه باداران او ډالر درکوونکی مو نور باور درباندی نه لری۔ افغانان خو هلته پریږدی۔ ستاسی د توپک شپلی پر خپلو خلګو برابره کړیده۔ نه د افغانستان پر ويرانوونکوو۔ الله مو اصلاح کړه۔ چه د دوست او دښمن فرق وکي۔

موسی کلیم

تاسو په نولس کلنه جګړه کې خپل هر څه روښانه کړي،اوس مو باداران هم در څخه ناهیلې شوي ښکاري.تاسو بېله اوتوبوتو بله برنامه نه لرئ.تاسو خپله بقا تر اشغاله پوري تړلې ده.او ان شاء الله تعالی دا مرجع به مو هم له منځه ولاړه شي.

# د غرب ګوډاګیانو! د اریانا چوک ستاسو د مرګ انتظار باسي.

عبدالله

دا د اریانا چوک یادول داسی بریشی چی سوچه پاکستانی یی یا پاکستانی مفکوره در انستال شوی.

جميل

دا احمقان پخپلو خبرو هم نه پوهيږی او يا داچی د خپل مشر غلام په خوله ندی .
د غلامانو مشر غلام وايی چی د دوی غلامه او بيهمته اردو د نيويارک او د واشنګټن د دفاع او امن لپاره جنګيږی .
لمړی جمله يی هم غلطه ليکلی ، دی لوده بايد داسی ويلی وای چی مالکان به مو تر هغه وجنګوی تر څو د دوی خوښه وی .

عبدالله

دهغوی په غلامی کی شک نشته، تاسو ته ولی خپله غلامی غلامی نه شکاری دا و ملت ته دیره د تعجب زای دی. نور تاسو دواره اولس شه پیژنی چی د بل غلامان یاست.

اجمل

جمیله: څه اتوبوتی دی شروع کړی. ستاسو د قطر هیت کوم ځای ته د مشورو لپاره خپلو مشرانو ته ورغلی؟ لږ شرم تاسو ته هم پکار ده. ووایه چی تللی پاکستان ته چی له خپلو مشرانو سره مشوری وکړی. ###

عبدالله

کاش یوازی د مشوری زای یی هلته وای خو د زینو ## هلته دیره دی زه زینی پیژنم.

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x