افغانستان

ناټو: سیاسي جورجاړي ته د رسېدو تر مهاله د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان وايي، په دې موخه، چې یوه سیاسي جورجاړي ته د رسېدو شرایط برابر شوي وي، د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ناټو مطبوعاتي دفتر په ټویټر باندې د نوي میلادي کال د مبارکي تر څنګ لیکل شوي « ناټو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغان ځواکونو روزنې او لارښووني ته دوام ورکوي، تر څو  د شخړې د پای ته رسېدلو په هدف د یوه سیاسي جورجاړي رامنځته کېدو  ته شرایط برابر شي.»

ناټو داسې مهال د دولتي ځواکونو روزنې ته د ژمنتیا ادعا کوي، چې د طالب او امریکایي لوري تر منځ د سولې د خبرو درېدلی بهیر بیا روان شوی او دواړو لورو په ګڼو ناستو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع څېړلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
موسی کلیم

تاسو تل د خیانت او چمګرۍ لاره خپله کړې ده.تاسي نه غواړۍ چې یو هیواد دي ازاد او خپلواک شي.خو ګورئ پوه شئ چې افغانان داسي قوم دی چې مرګ مني مګر غلامي نه مني،تاسو ته به داسي ګوزارونه در کړي چې په مړو سترګو به و تښتئ او بیا به د افغانانو و لوري ته په بد نظر هم و نه ګورئ.

الحاج استاذ بیانزی

وایی، تباه شه هغه وینځی چه د وینځی جامی وینځی لمړی امریکا د اروپایانو او اوس اروپا د امریکایانو په واسطه مینځی شوی دا هم مه هیروی چه د امریکا او اروپا مظلوم اولسونه دواړه د امریکا او اروبا د نظم نوین جهانی حریص سرمایدرانو له خوا قانونی استثماریږی او قانونی غلامان دی. که د امریکا چارواکی ووایی (( مرغی والوته )) دوی هم وایی ( مرغی والوته) که امریکا وایی جنګ کوو ، دوی هم جنګ او که امریکا د سولی مذاکرات پیلوی د دوی نماینده هم پکی نشته خو د امریکا فیصله د دوی فیصله ده. په کار… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x