نړۍ

ټرمپ ته د ایران ځواب: د هر ګواښ ځواب ته تيار يو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ایران مذهبي ليډر اية الله علي خامنه يي د امريکا له لوري په عراق کې پر ايران پلوو شيعه ملېشو شوی برید غندلی او زياته کړې يې ده، چې هېواد يې د هر ډول ګواښ او تېري ځواب ته تيار دی.

د ایران مذهبي مشر دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې وړمه ورځ پارېدلو لاريونوالو د عراق پلازمېنې بغداد کې د امريکا پر سفارت برید وکړ او د سفارت ودانۍ يې اور ورته کړ.

ټرمپ ويلي و، چې د دې برید او تاوتريخوالي تر شا د ایران لاس دی او په دې اړه به ورسره حساب کتاب وکړي، خو وروسته يې وويل، چې له ایران سره د جګړې او تاوتريخوالي هوډ نه لري.

د ایران رسمي راډيو تلويزون د مذهبي مشر ايةالله علي خامنه يي ويډيويي وينا خپره کړې، چې د ایران حکومت او ولس د امريکا هر ډول ګواښ ته ځواب ویلی شي.

ښاغلي خامنه يي ويلي، د امريکا پر سفارت برید له ایران سره هېڅ تړاو نه لري او په دې اړه يې د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تورونه رد کړي دي.

نوموړي زياته کړې چې «د خپل هېواد ملي ګټو ساتلو ته حاضر يو، د ایراني ولسي پرمختګ او هوساينه زموږ لومړيتوب دی.»

د ایران مذهبي مشر په وينا امريکا په عراق او افغانستان کې جنګي جرمونه کړي، خلک يې وژلي او که ایران له داسې ګواښ سره مخ شي، دوی هر ډول ځواب ويلي ته تیار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x